بنجول۔6 مئی(اے پی پی)دوهم وزيراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار وئيلي دي چې د آزاد كشمير په اړه د هندي لارښودو پارونكي بيانونه او جواز نه لرونكې ادعاګانې سيمه ايز امن لپاره خطري دي٬ هند كشميري وګړي په خپله خاوره يو اختيار نه لرونكې كميونټي كښې د بدلولو هڅې او كشميرې اولس په منظمه توګه خپلو بنيادي حقونو او آزادۍ څخه محروموي۔ د خارجه دفتر لخوا د ګل په ورځ د جاري شوي بيان له مخې د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګېمبیا په بنجول ښار كښې د 15مې اسلامي سرمشريزې غونډې په مهال د جموں وكشمير په اړه د او آئي سي رابطه ګروپ ته خپل خطاب كښې وكړه۔ په غونډه كښې په مقبوضه كشمير كښې د سیاسی او امنيتي وضعې او په سيمه كښې د بشري حقونو د سنګين صورتحال هم جاج واخستے شو۔ د او آئی سی د سياسي چارو دوهم عمومي سېكتر او جموں وكشمير لپاره د عمومي سېكتر خصوصي استازي یوسف الدوبے په مشرۍ كښې شوې غونډه كښې د رابطه ګروپ غړو هېوادونو پاكستان ٬ سعودي عربستان ٬ تركيه ٬ نائيجر او آذربائيجان استازو ګډون وكړو۔ د كشميري اولس د حقيقي استازو پلاوې او د او آئي سي د آزاد مستقل انسانی حقوق کمېشن اعلی چارواكي هم په دې موقعه موجود وو۔ د بيان له مخې دوهم وزيراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار په غونډه كښې د پاكستاني پلاوي مشري وكړه۔ په دې موقعه دوئي رابطه ګروپ د كشميري اولس په خپله خاوره په يو اختيار نه لرونكي كميونټي كښې بدلولو له د هند لخوا د روانو هڅو په اړه خبر كړو۔ ده غونډې ته ووئيل چې هند په منظمه توګه كشميري وګړي خپلو بنيادي حقونو څخه محروموي۔ ده ووئيل هندي چارواكو د رايې اختلاف لمينځه وړولو له په مقبوضه كشمير كښې د ويرې ترخې چاپېريال رامخے ته كړے دے۔ دوهم وزيراعظم اسحاق ډار په نړيواله ورورولۍ زور راوړو چې هغه دې د آزاد كشمير په اړه د هندي لارښودو د پارونكو بيانونو او جواز نه لرونكو ادعاګانو نوټس واخلي كوم چې سيمه ايز امن لپاره خطري دي۔ ده په دې خبره زور راوړو چې هند دې ټول سياسي بنديوان خوشې كړي٬ په كالعدم سياسي ګوندونو لګېدلې بندېزونه دې ختم كړي ٬ د 5 اګست 2019 غیر قانونی او يو اړخيزه اقدامات او دې څخه وروستو آبادياتي بدلون او سياسي انجينئرنګ له پورته كړې ګامونه دې منسوخ كړي او د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل په اړوندو قراردادونو دې عملدرآمد باوري كړي۔ د بيان له مخې د بېلو غړو هېوادونو پلاويو د او آئي سي په ايجنډا كښې د جموں وكشمير د شخړې د اهميت ذكر كولو سره د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل له مخې د كشميري اولس د خپلواكۍ حق ترلاسه كولو لپاره د هغوي د جائزو هلو ځلو د ملاتړ څرګندونه وكړه۔ دوئي د كشمير مسئلې په فوري او سوليز حل زور هم راوړو
متعلقہ مضامین
-
Lumpy skin disease reported ahead of Eid ul Azha
-
Ashrafi reviews ‘Road to Makkah’ facility at Islamabad airport
-
Johar Town blast: ATC sends 3 accused to jail
-
Capital’s air quality consistently healthy
-
Johar Town blast: ATC sends 3 accused to jail
-
Mobile companies create 22,000 jobs in Pakistan
-
Meezan Bank acquires latest PCI DSS certification
-
Seminar on state of economy and annual budget held at Parliament House
-
‘Equipping students with skill-based knowledge key to address challenges’
-
PM directs vetting of Murree Expressway to protect against landslides, damages
-
Karachi reports over 21% Covid positivity rate
-
Shehbaz expresses solidarity with acting Afghan PM after quake