اسلام آباد۔1مئی(اے پی پی) صدرمملکت آصف علی زرداری د خواركښو د نړيوالې ورځې په موقعه د پاكستان سماجي او اقتصادي پرمختګ لپاره زياته خواري كوؤنكو خواري كښو ته د عقيدت پېرزوينې وړاندې كولو سره وئيلي دي چې د خواري كښې طبقې حالات ښه كولو له به مناسب اجرت ٬ خوندي چاپيريال ٬ د روغتيا آسانيو او د ماشونو د زده كړو لپاره اقدامات كول وي۔ د شورؤ په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې صدر مملکت په خپل پېغام كښې ووئيل دا ننۍ ورځ د هېواد سماجي او اقتصادي پرمختګ لپاره زياته خواري كوؤنكو خواري كښو ته د عقيدت پېرزوينې وړاندې كولو له لمانځلې شي۔ سږ كال د خواري كښو د نړيوالې ورځې په موضوع د موسمياتي بدلونونو په مهال د كار په ځايې كښې سلامتيا او د روغتيا آسانۍ باوري كول دي٬ د خواري كښو د وقار په ځايې ساتلو عزم تكرار كوؤ او ددوئي تاريخي هلو ځلو ته د عقيدت پېرزوينې وړاندې كوؤ۔ ده ووئيل دا ورځ د خواري كښو د حقونو٬ د دوئي د سماجي تحفظ ٬ منصفانه اجرت او د كار خوندي چاپېريال له مونږ ته هڅې كول يادوي۔ صدر مملكت ووئيل په پاكستان كښې مزدور ګڼ شمېر چېلنجونو سره مخ دے ٬ د دوئي حالات ښه كولو له به مناسب اجرت ٬ خوندي چاپيريال ٬ د روغتيا آسانيو او د ماشونو د زده كړو لپاره اقدامات كول وي۔ ده هيله ښكاره كړه چې وفاقي او صوبائي حكومتونه به د مزدورانو د حقونو تحفظ له خپل كردار ترسره كړي۔ ده ووئيل په پاكستان كښې دې خواري كښې او مزدور طبقې له داسې په زړه پورې چاپېريلر رامخې ته كړې شي په كوم كښې چې د دوئي قدر او عزت وكړے شي۔ ده زياته كړه چې آجر دې منصفانه اجرت ٬ د مزدورانو سلامتيا او ددوئي روغتيا له اقدامات وكړي۔
متعلقہ مضامین
-
Marriage hall sealed in Tarnol over one-dish policy violation
-
One killed as gunmen storm Sikh temple in Afghan capital
-
One killed as gunmen storm Sikh temple in Afghan capital
-
Local government election in ICT to be held on July 31
-
64 FIRs registered on violations of anti-dengue SOPs
-
President returns Elections (Amendment) bill 2022 unsigned
-
President returns Elections (Amendment) bill 2022 unsigned
-
Sacrificial animals start arriving in Rawalpindi
-
Cash-starved HEC doles out bonuses worth millions to blue-eyed staff
-
Govt to install solar water plants in Cholistan: Hamza
-
PM approves task force to oversee implementation of minority rights
-
Eight killed in a day in separate incidents in Waziristan