اسلام آباد 19 اپرېل (اے پي پي)د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي وئېلي دي د پوليس پشمول ټولې امنيتي ادارې دې د چينائي وګړو حفاظت له په اېس او پيز سل فيصده عملدرآمد باوري كړي٬د غېر ملكي وګړو په تحفظ كښې به بېغوري ونه شي٬د ترهه ګرۍ ختمولو لپاره به مونږ له ادارو ته جديد ټېكنالوجي وركول وي٬په كچے سيمه كښې به شريك اپرېشن كولې شي۔هغه نيكتا هېډكوارټر كښې په نېشنل ايكشن پلان د عملدرآمد جاج اغستو كمېټۍ مهمې غونډې ته وينا كوله۔داخله وفاقي سېكرټري٬د نيكټا مشر٬د اېف آئي اے ډي جي٬د پنجاب٬سندھ٬خېبرپښتونخوا٬بلوچستان٬آزاد كشمير٬ګلګت بلتستان او اسلام آباد آئي جيز٬داخله سېكرټريز٬د نيكټا نېشنل كوآرډينيټر نېشنل ايكشن پلان او د استخباراتي ادارو ټولې ډلې او چيف كمشنرز هم په غونډه كښې ګډون كولو۔په غونډه كښې د كچے په سيمه كښې د شريك اپرېشن كولو پريكړه وشوه۔په غونډه كښې ټول پاكستان كښې پوليس ته د جديد ټېكنالوجۍ وركولو په اړه بريفنګ هم وركړے شو۔د ټول پاكستان پوليس ته د نوې ټېكنالوجۍ وركولو لپاره تفصيلي مشاورت وشو۔په غونډه كښې د چينائي وګړو امنيت په اړه د شوو اقداماتو جاج واغستلے شو ۔ټولو آئي جيز د چينائي وګړو امنيت او حفاظتي اقدامات په اړه تفصيلي بريفنګ وركړو۔دغسې په وضع شوي اېس او پيز د عملدرآمد نه كوونكو تګ راتګ د محدود كولو پريكړه وشو ۔په غونډه كښې د ايران صدر دورې په مهال په اسلام آباد٬كراچۍ او لاهور كښې د امنيت فول پروف انتظامات جاج هم واغستلې شو۔داخله وزير محسن نقوي ووئيل د امنيت انتظامات په اړه به وفاق صوبو ته هر ممكن مرسته وركوو ۔ده ووئيل د كچے په سيمه كښې د شريكو عملياتو لپاره د ډرونز پشمول به جديد ټېكنالوجي استعمالولې شي۔د هغه وينا وه چې د قاچاق مخ نيوي لپاره تېره مياشت ښه پېشرفت وشو او په دې پكښې ډېر كمے راغلے٬ ده امر وكړو ټولې ادارې دې په شريكه حكمت عملۍ د قاچاق مخ نيوي له سخته قانوني كاروائي باوري كړي
متعلقہ مضامین
-
PIA flight operations to, from Damascus halted after Israel’s attack: Spokesman
-
PM approves new transit visa policy for Afghan citizens: Sufi
-
PM approves new transit visa policy for Afghan citizens: Sufi
-
PPP Multan chapter extol budgetary allocations, increase in BISP funds
-
President concerned over wildfire incidents
-
PPP Multan chapter extol budgetary allocations, increase in BISP funds
-
Agriculture development govt’s top agenda: Miftah
-
Pak Army soldier embraces martyrdom amid fire exchange with terrorists in N Waziristan
-
Top five trending skincare products of Chiltan Pure Pakistan
-
Balochistan to produce 470 qualified doctors by 2026
-
Syria says runways unusable after Israel hits airport
-
Putrefied female body found