اسلام آباد 21 مارچ (اے پي پي) د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې د خاص سرمايه كارۍ سهولت كونسل د خاص ايپكس كمېټۍ غونډه د زيارت په ورځ وشوه۔د وزيراعظم آفس مېډيا ونګ لخوا جاري شوي پرېس ريليز له مخې په غونډه كښې پخواني وزيراعظم انوار الحق كاكړ٬د پاك پوځ سرلښكر٬موجوده او پخوانيو لنډ مهاله وزيرانو او اعلٰی وزيرانو او چارواكو ګډون كولو۔په غونډه كښې د پخوانۍ لنډ مهاله كابينې غړو په موجودګۍ كښې نوې وفاقي كابينې ته بريفنګ وركړے شو۔كمېټي د خاص سرمايه كارۍ سهولت كونسل د سرمايه كارۍ٬نجكارۍ او د هېواد مجموعي مائيكرو اكنامك استحكام په اړه اقدامات او ځانګړې كردار په اړه خبر كړې شوه۔كمېټۍ د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې جون 2023 كښې د خاص سرمايه كارۍ سهولت كونسل قيام وستائېلو كوم چې اوس د پالېسۍ سازۍ پړاؤ ته داخل شوے۔پخوانې لنډ مهاله وزيراعظم انوار الحق كاكړ وزيراعظم محمد شهباز شريف٬كابينې او اعلٰی وزيرانو ته په نوو ذمه وارو مباركي وركولو سره پاكستان ته د رامخې شوو اقتصادي چېلنجونو مخ نيوي او پاكستان د نړۍ په ښو معيشتونو بدلولو له لپاره د نيكو خواهشاتو څرګندونه وكړه۔د پاك پوځ پوځ سرلښكر د حكومت په اقتصادي اقدامات كښې د وسله والو ځواكونو لخوا د بشپړه مرستې باور وركړو ۔ده هېواد د دې حقيقي پوټينشنل له مخې جوړولو لپاره محفوظ او د سازګار ماحول وركولو باور هم وركړو ۔وزيراعظم محمد شهباز شريف ووئيل خاص سرمايه كاري سهولت كونسل په سخت وخت كښې مخ په وړاندې د تللو يوه لاره ده او د هېواد خذمت لپاره د تېر وخت په نسبت د يو پوخ عزم ضرورت دے۔ده په وفاقي كابينه زور راوړو چې په ګډه سياسي اختلافات لرې كولو سره د اقتصادي استحكام لپاره كار وكړو۔ده تر پراخه قومي اقتصادي ايجنډې په تسلسل د لنډ مهاله حكومت هم مننه وكړه۔
متعلقہ مضامین
-
Pakistan Army establishes free medical, heat stroke center in Lodhran
-
PAS awareness campaign in restoration of environment lauded
-
Pakistan Army establishes free medical, heat stroke center in Lodhran
-
KP EC directs officers to spread awareness on functioning of display centers
-
Medical tests find Dua Zehra a minor
-
The second Cold War
-
PM orders gas supply from newly discovered reservoirs in NW
-
CDWP gives nod to Rs 250 billion Chashma Right Bank Canal project
-
Indian police arrest youth leader from Modi’s party for anti-Muslim comments
-
Taliban heading in ‘wrong direction’: German FM
-
LHC ponders SC judgment on defecting lawmakers
-
Taliban heading in ‘wrong direction’: German FM