اسلام آباد۔28اکتوبر(اے پی پی) د قومي اسمبلۍ سپيكر راجه پرویز اشرف په غزه د اسرائیلي ځواکونو ځمکني، سمندري او هوايي بریدونو په كلكه غندنه او له فلسطیني ولس سره د بشپړ پیوستون څرګندونه كولو سره وئيلي دي چې په غزه کښې د خوراکي توکو کمښت او په روغتونونو کښې د تیلو کمښت یو جدي بشري ستونزه رامنځته کړې ده۔ ده د بشري حقونو په نړيوالو ادارو زور راوړے چې هغوي دې په غزه کښې د انساني ژوند د بچ كولو اقدامات وكړي۔ د خالي په ورځ د قومي اسمبلۍ سېکرټرېټ لخوا په جاري شوي بيان کښې د قامي اسمبلۍ سپيکر ووئيل چې د اسراييلو جارحانه جنګي اعمال د فلسطينيانو نسل ختمول دي٬ په غزه کښې بشپړ بلېك آؤټ او ټوله شپه د اسراييلو سخته بمباري د زغم وړ نه ده، اسرائيلو غزه مقبره جوړه كړې ده۔ ده ووئيل په غزه کښې د خوراکي توکو کمښت او په روغتونونو کښې د تیلو کمښت یو جدي بشري ستونزه رامنځته کړې ده۔ ده ووئيل اسرائیل په پرله پسې ډول له نړیوالو قوانینو څخه سرغړونه کوی او د جنګی جرمونو مرتكب كېږي۔ ده ووئيل د بشري حقونو نړيوالې ادارې دې په غزه کښې د انساني ژوند د بچ كولو اقدامات وكړي۔ سپيكر د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل په غونډه كښې په غزه كښې روانې جنګ بندۍ سره د اړوند قرارداد منظوري خوشبينه ګرځولو سره ووئيل ملګري ملتونه بايد په دې قرارداد فوري عملدرآمد وكړي۔ سپیکر ووئيل د فلسطيني اولس دړد غم پاكستانې اولس شدت سره محسوسوي۔ ده په غزه كښې د شهيد شويو وګړو غمجنيو كورنيو سره د خواخوږۍ او يو والي څرګندونه وكړه۔ سپيكر په فلسطين كښې د اسرائيلي ځواكونو د بمبارۍ په نتيجه كښې د شهيد شويو وګړو لوړو درجو او غمجنيو كورنيو له د صبر او زغم دعا هم وكړه۔
متعلقہ مضامین
-
Pakistan, China playing key role in providing assistance to Afghans
-
PTI government promoting digitalisation process: minister
-
Metro Bus to be suspended today
-
PTI government promoting digitalisation process: minister
-
Minister inaugurates improvement plan in DDA housing scheme
-
Conspiracy to stoke differences between govt, institutions will fail: Fawad
-
Commission set up to probe ‘foreign conspiracy’ plot
-
Russia’s invasion of Ukraine must stop immediately: COAS
-
Thousands of security personnel deployed at Parliament ahead of no-trust vote
-
Bani Gala’s ‘devil will be imprisoned today’
-
DIK security plan for Ramazan finalised
-
Balochistan’s water storage capacity reaches 68,939 acre feet