اسلام آباد۔21 اکتوبر(اے پی پی) د روغتيا نګران وفاقي وزير ډاكټر نديم جان په كراچۍ كښې په رامخې ته شوي نوي پوليو كېس اندېښنه ښكاره كولو سره وئيلي دي چې په ټولو نمونو كښې د موندلي كېدونكې كېسونو تعلق په افغانستان كښې د پوليو وائرس كلسټر سره دے۔ ده وئيل پاكستان د پوليو نګرانۍ د نړۍ تر ټولو زيات حساس نظام لري۔ د روغتيا وزارت وياند لمخې وزيراعظم د دې خيالاتو څرګندونه د روغتيا وزارت لخوا د خالي په ورځ په كراچۍ كښې د 24 مياشتو په يو ماشوم كښې د پوليو كېس تشخيص كېدو څخه وروستو خپل بيان كښې وكړه۔ دا په پاكستان كښې د روان كال په مهال څلورم كېس دے۔ ده ووئيل حكومت د پوليو ختمولو له په بېړني بنيادونو ګامونه پورته كوي۔ نګران وفاقي وزير ووئيل حكومت به په نومبر كښې په هغه سيمو كښې پولیو ویکسینیشن مهم پېل كوي چرته چې دا وائرس موجود دے۔ ده په مور پلار زور راوړو چې هغوي دې د هر كمپائن په مهال خپلو بچو ته د پوليو قطرې وركول باوري كړي۔
متعلقہ مضامین
-
PTI’s success in KP LG polls a ‘warning to traitors’: PM
-
Heatwave likely to grip Pakistan
-
Govt’s failure behind forced disappearnces, says IHC judge
-
PTI’s success in KP LG polls a ‘warning to traitors’: PM
-
Agencies plan to ‘assassinate’ PM Khan: Fawad Chaudhry
-
Heatwave likely to grip Pakistan
-
Govt working hard to empower women, says PBM Director South Punjab
-
ICT admin imposes Section 144 to control sacred papers desecration
-
ICT admin imposes Section 144 to control sacred papers desecration
-
Police personnel complete recruitment course
-
Police personnel complete recruitment course
-
Some opp leaders ‘part of global conspiracy’ to topple govt: Fawad