اسلام آباد 28 ستمبر (اے پي پي) خارجه وزير جلیل عباس جیلانی وئيلي دي چې پاکستان هند سره ټولې شخړې د خبرو اترو د لارې هوارولو كښې خوښې لري خو هند له به مقبوضه جمو او کشمیر كښې د 5 اګست 2019 خپل غیر قانونی او يو اړخيزه اقدامات بيرته اخسلتو سره خبرو اترو له يو ښه ماحول پیدا کول وي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د برتانيې پارلماني غړو پلاوي سره خبرو اترو كښې وكړه كوم چې ده سره د زيارت په ورځ ملاقات وکړو۔ د خارجه دفتر وياندي له مخې خارجه وزير د مظلوم کشمیریانو په حمایت كښې په غږ پورته كولو د برتانيې پارلماني غړو ستائنه وكړه۔ده په پلاوي زور راوړو چې مقبوضه جمو او کشمیر كښې د بشري حقونو خلاف ورزیو په اړه په نړيواله كچه خبرتيا زياتولو لپاره هڅي تندي كړي۔ده مقبوضه جمو او کشمیر كښې د بشري حقونو خلاف ورزیو ختمولو او د ټولو سياسي بنديوانو په خوشي كولو زور راوړو۔ ده په دې خبره زور راوړو چې هند دې جمو او کشمیر كښې د ملګرو ملتونو سلامتی کونسل په قراردادونو عمل درآمد وكړي۔خارجه وزير د پاکستان او برتانيې ترمينځه د ملګرتيا اړيكو لا قوي كولو كښې د پارلماني غړو كردار وستائلو۔د پلاوي غړو مقبوضه جمو او کشمیر كښې د بشري حقونو په خلاف ورزیو د تشویش څرګندونه وكړه۔
متعلقہ مضامین
-
PML-N starts its Mehangai Mukao March from Lahore
-
Mother, two kids dead in Kohat cylinder blast
-
PakPlas Expo 2022 exhibition inaugurated
-
Pakistan rejects statement of India on OIC, Kashmir
-
IHC adjourns PECA Ord petitions till March 30
-
Govt again reaches out to MQM-P for support
-
Control room set up to monitor law & order in Rawalpindi
-
Protest held against forced marriage of immature girl
-
IGP seeks report on two killings
-
IGP seeks report on two killings
-
Protest held against forced marriage of immature girl
-
Khan’s has pushed opposition to dead-end street: minister