اسلام آباد۔21 اګست (اے پی پی) د زده كړو نګران وفاقي وزير مدد علي سندھي د نېشنل بك فاؤنډېشن په كاركردګۍ د اطمينان څرګندونه كولو سره هيله لرلې ده چې دا اداره به د پاكستان ټولو ژبو ته وده وركولو له هم دغسې خپل كار روان ساتي۔ د ګل په ورځ نګران وفاقي وزير د نېشنل بك فاؤنډېشن دوره وكړه۔ په دې موقعه وفاقي وزير ته د نېشنل بك فاؤنډېشن اېم ډي راجه حميد د ادارې په اړه بريفنګ وركړو۔ نګراں وفاقی وزیر ته په بريفنګ كښې ووئيلې شوو چې تېر كال نېشنل بك فاؤنډېشن ته د 40 كړوړ روپو منافعه وشوه٬ نېشنل بك فاؤنډېشن 55 مدرسو ته كتابونه وركوي ٬ نېشنل بك فاؤنډېشن تېر كال 105 ټېكس بك ډوېلپ كړل۔ وفاقی وزیر ته ووئيل شوو چې تېر كال نېشنل بك فاؤنډېشن 65 لکه کتابونه چھاپ كړل ٬ نېشنل بك فاؤنډېشن آئی اېس او سرټیفائیډ دے۔ نګران وفاقي وزير د نېشنل بك فاؤنډېشن په كاركردګۍ د اطمینان څرګندونه كولو سره ووئيل بک فاؤنډېشن به د پاكستان ټولو ژبو ته وده وركولو له خپل كار روان ساتي۔ ده ووئيل بک فاؤنډېشن دې په راروانو 14 ورځو كښې تاخير سره د زده كړې صلاحيت لرونكو لپاره سپېشل لرننګ مېټريل جاري كړي۔ ده ووئيل په كوچنيانو كښې د ډیسلیکسیا رنځ مخنيوي هم دا طريقه ده۔ دې كوچنيانو لپاره دې سپېشل لرننګ مېټريل په سركاري سكولونو كښې په سمدستي توګه رائج كړې شي۔
متعلقہ مضامین
-
Complete shutdown to be observed in IIOJK tomorrow against ongoing genocide
-
No-trust motion: MQM hints at backing opp if ‘conditions met’
-
ANF recovers drugs
-
Impassive opposition preoccupied with lust for power: Buzdar
-
Administrator warns playground encroachers of strict action
-
Sarwar proposes reserved seats in assemblies for overseas Pakistanis
-
PTI in tatters?
-
Pak vs Aus: T20I, ODI matches shifted to Lahore says Sheikh Rasheed
-
Farrukh appeals to ECP to take action against turn coats
-
18th Amendment should be revisited: Farogh
-
Govt to file reference in SC for interpretation of Article 63-A: Fawad
-
Section 144 imposed for two months in Islamabad