اسلام آباد۔18اګست(اے پی پی) مسلم کونسل آف اېلډرز په جړانواله كښې د رامخې ته شوې ناوړه پېښې سخته غندنه كولو سره بېن المذاهب مكالمې ٬ زغم ٬ يو بل سره په سولييز ډول پاتې كېدو او بشري ورورولۍ ته د ودې وركولو په حاجت زور راوړے دے۔ د جمعې په ورځ د كونسل لخوا د جاري شوي بيان لمخې د شېخ الازهر الشريف پروفېسر ډاكټر احمد الطيب په مشرۍ كښې مسلم كونسل آف اېلډرز د انتها خوښو لخوا د قرآن پاك د بې حرمتۍ او په جړانواله كښې په ګرجا ګھرونو د بريدونو غندنه كوي۔ د مسلم کونسل آف اېلډرز عمومي سېكتر محمد عبد السلام وئيلي چې دا ډول مجرمانه كارروايۍ د الهامي مذهبونو تعليماتو او بشري قوانينو سره متصادم دي۔ ده ووئيل قرآن كريم د عبادت ځايونو د تحفظ په حاجت زور راوړے دے۔ مسلم کونسل آف اېلډرز دواړو اړخونو ته تاكيد وكړو چې بېن المذاهب مكالمې ٬ روادارۍ ٬ يو بل سره په سولييز ډول پاتې كېدو او بشري ورورولۍ ته دې وده وركړې شي۔
متعلقہ مضامین
-
PM decides to hold historic gathering on March 27: Asad Umar
-
PM decides to hold historic gathering on March 27: Asad Umar
-
India’s ‘accidental’ missile fire into Pakistan raises questions, concerns: Global Times
-
Three Women Crisis Centers, Shelters houses working in Balochistan
-
PNCA pays tribute to Faiz Ahmed Faiz
-
BRI cooperation with China transformational for Pakistan: Ambassador Haque
-
BRI cooperation with China transformational for Pakistan: Ambassador Haque
-
Faisal Vawda submits written synopsis in disqualification case
-
Faisal Vawda submits written synopsis in disqualification case
-
FPSC calls CSS aspirants to register online till 18th March
-
No-trust motion to give fatal blow to non-serious opposition: Fawad
-
Sports strengthen youth’s mental and physical ability: Isphanyar