سلام آباد۔31 اګست(اے پی پی) د سېنېټ چيئرمېن صادق سنجراني وئيلي دي چې په ګرد هېواد كښې د توان په چېلنجز قابو موندلو او د بلوچستان صوبې ګټ ګټ ته برېښنا رسولو له دې ګامونه پورته كړې شي٬ د تجديد وړ توان ذريعې كارول او د توان وېش او مصرف پياوړتيا له عصري ټېنكالوجي كارول زيات ضروري دي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ د توان او برېښنا نګران وفاقي وزير محمد علي سره پارليمنټ هاؤس كښې ملاقات كښې وكړه۔ په ملاقات كښې ګرد هېواد ته او په خاص توګه د بلوچستان صوبې ته د كوم تعطل نه غېر برېښنا رسولو سره په اړوند چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د برېښنا په فعاله توګه د رسولو تګلارې او په دې لړ كښی پورته كړې شويو ګامونو څخه وفاقي وزير د سېنېټ چيئرمېن خبر كړو۔ د سېنېټ چيئرمېن ووئيل په بلوچستان صوبه كښې د برېښنا د وېشې بنيادي اډانه بايد زياته كړې شي دغسې چې په صوبه كښی د برېښنا مخ په زياتېدونكې حاجت ترسره كړی شي۔ د سېنېټ چيئرمېن د صوبې د اولس د خېر ښېګړې كارونه او پرمختګ باوري كولو له د حكومتي ادارو او پاور یوټیلیټیز ترمينځه د همكارۍ هڅو كولو په حاجت زور راوړو۔ ده ووئيل په ګرد هېواد كښې د توان په چېلنجز قابو موندلو او د بلوچستان صوبې ګټ ګټ ته برېښنا رسولو له دې ګامونه پورته كړې شي٬ د تجديد وړ توان ذريعې كارول او د توان وېش او مصرف پياوړتيا له عصري ټېنكالوجي كارول زيات ضروري دي۔ په ملاقات كښې د سېنېټ چيئرمېن بلوچستان صوبې ته د توان په برخه كښې په پېښو چېلنجونو قابو موندلو له د خپل عزم پخلې وكړو۔ د سېنېټ چيئرمېن د توان بنيادي اډانې ښه كولو له د نګران وفاقي وزير د هڅو ستائنه وكړه۔
متعلقہ مضامین
-
China to bring golden development opportunities for Pakistan
-
Pakistan’s exports to UK increase by 30pc, imports down by 23pc
-
Pakistan’s exports to UK increase by 30pc, imports down by 23pc
-
2.5 million Shopaholics visited Daraz in the first 24 hours of 11.11 sale campaign
-
PM for all steps to check spread of coronavirus
-
Ayaz Sadiq, others get bail extension in violent protest case
-
Afghan president pardons several Pakistani prisoners
-
Afghan president pardons several Pakistani prisoners
-
GCC countries surpass 1 million COVID-19 cases
-
Federal Minister for Food Fakhar Imam contracts coronavirus
-
PTI came to power in 2018 with people’s support, votes: Shibli
-
Mahira Khan and Dr Sania Nishtar make it to BBC’s list of 100 influential women of 2020