پېښور ۔3 فروری(اے پی پی) د وزیراعظم شهبازشریف په مشرۍ كښې اېپكس كمېټۍ اولس ته باور وركړے دے چې د پاكستاني اولس وينې بيونكي به د عبرت نخښه جوړولې شي ٬ په هر قيمت به د قوم د ځان او مال تحفظ باوري كولې شي٬ په خېبر پختونښوا كښې به په سمدستي توګه د ‘سی ټی ډی’ هېډ كوارټر او د پنجاب په څير د عصري فرانزك لېبارټرۍ جوړولو سره سره د سېف سټي منصوبه پېل كولې شي۔ غونډې د ترهګرۍ ختمولو له د وفاق او صوبو ترمينځه د يو سوچ او يوې تګلارې په خپلو او د هېواد دننه د ترهګرو مرسته كوؤنكو ټولو وسيلو په ختمولو اتفاق وكړو۔ د اېپکس كمېټۍ مهمه غونډه د جمعې په ورځ په ګورنر هاؤس پېښور كښې وشوه۔ د وزیراعظم آفس پرېس ونګ له مخې غونډې د ترھګرۍ پېښو او په خاص توګه د جنورۍ مياشتې په 30 مه نېټه په پېښور پوليس لائنز جومات كښې د ځانمرګي بريد او دې څخه وروستو د رامخې ته شوي صورتحال بشپړ جاج واخست۔ د حساس ادارو استازو د امنيت مجموعي صورتحال او د ترهګرو په ضد د روانو كارروائيو په اړه غونډې ته بريفنګ وركړو۔ د خېبر پښتونخوا پولیس آئي جي معظم جاه انصاري د پېښور پېښې څخه وروستو تر دې دمه د شويو پلټنيو او روان پېشرفت څخه غونډه خبر كړه۔ په غونډه كښې د پېښور پوليس لائنز شهيدانو لوړو درجو او غمجنيو كورنيو له د زغم او ژوبل شويو له د زر روغتيا دعا وكړې شوه۔ غونډې د ترهګرۍ په ضد په مړانه ښودلو پاك پوځ ٬ رېنجرز، ایف سی، سی ټی ډی او د پوليس په شمول ټولو قانون نافذ كوؤنكو ادارو ته سلام او په دې مهال د شهيد شويو چارواكو او ځوانانو ته يۍ د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كړی۔غونډې ټولو طبقو او په خاص توګه ميډيا ته اپيل وكړو چې د ترھګرۍ پېښو په اړه دې د وړاندې په څير د ملي ذمه وارۍ رويه خپله كړې شي او بې بنسټه ډنډورې دې د سوشل ميډيا برخه جوړې نه كړې شي۔ دا قومي سلامتيا تقاضو او قامي يووالي ته زيان رسوي۔ غونډې په نېشنل اېكشن پلان د عملدرآمد جاج واخست۔ غونډې د ترهګرۍ ختمولو له د وفاق او صوبو ترمينځه د يو سوچ او يوې تګلارې خپلولو په اصول اتفاق وكړو او په دې ضمن كښې يۍ د فعاله تګلارې وضعه كولو هدايت وكړو۔ غونډې د وزيراعظم شهباز شريف لخوا د اے پي سي غونډې رابللو ستائنه وكړه او هيله يۍ ولرله چې د ترهګرۍ ختمولو له به قومي سياسي مشرتابه يو مېز ته راشي او د قومي اتفاق رائې د لارې به د اقداماتو پرېكړه وكړي۔ په غونډه كښې علماﺀ كرامو ٬ مشائخ عظام او ديني او مذهبي لارښودو ته هم اپيل وكړے شو چې هغوي دې د ترهګرۍ ختمولو له د ممبر او محراب فورم وكاروي۔ پېغام پاكستان او په دين كښې د لارښودنې كوؤنكو ادارو ښكاره اعلانونو څخه دې اولس خبر كړې شي چې دا ډول بريدونه حرام دي او د بې ګناه وګړو وينه بيونكي اسلام سره هېڅ تعلق نه لري۔ په غونډه كښې وفاقی وزريرانو سېنېټر اسحاق ډار، رانا ثناءاللہ خاں، سېنېټر اعظم نذیر تارړ،مولانا اسعد محمود، امین الحق ، مفتی عبدالشکور ، مریم اورنګزیب، د وزيراعظم سلاكار انجینئر امیر مقام، د خېبر پښتونخوا ګورنر ، اعلی وزير اعظم خان، د پنجاب اعلی وزير محسن نقوی، د سندھ اعلی وزير سید مراد علی شاہ ، د ګلګت اعلی وزير خالد خورشید، د آزاد كشمير وزيراعظم سردار تنویر الیاس ، د سياسي ګوندونو لارښودو ٬ ديني مشرانو ٬ د حساس ادارو استازو ٬ پوليس او د نورو ادارو اعلی چارواكو ګډون وكړو۔ د پاك پوځ سرلښكر سیدعاصم منېر، د حساس سول او عسكري ادارو مشرانو ٬ داخله سېكتر ٬ ټولو سترو سېكترانو ٬ د آزاد جموں وکشمیر ، ګلګت بلتستان او اسلام آباد په شمول د ټولو صوبو آئی جی پولیس او د نېکټا نېشنل کوآرډینېټر هم غونډه كښې موجود وو۔
متعلقہ مضامین
-
Rail Rush: A Thrilling Puzzle Adventure
-
rail rush
-
Rail Rush: The Ultimate Viking Adventure
-
لکی لیڈیز چارم: ایک مہر ماوراءی
-
آئیہیہ ڈریگن: یۆری بہتارمەن
-
نارہاتے ہوئے گھر
-
گرم کے معانی اور اثرات
-
نقدی پھٹنا: جایی که انتقادات میں ستمت و تحلیلی ابرو
-
نقدی پھٹنا: تنازعہ اور جندرый قوی
-
نقدی پھٹنا: ایک جادوی کے ساتھ خطیر ابرو
-
کڑک: مُشَكَّلہ وَمحبوبہ
-
كردك: السلسلة القوية للثقافة والتراث