اسلام آباد۔17دسمبر(اے پی پی) د پاكستان علماﺀ كونسل چيئرمېن حافظ محمد طاهر اشرفي وئيلي چې خارجه وزير بلاول بھټو زرداري په امريكا كښې هندي ظلمونه په ډاګه كولو سره د نړيوالو امن خوښو د جذباتو ترجماني كړې ده۔ د خالي په ورځ اے پي پي سره خبرو كښې ده ووئيل بلاول بھټو د هندي وزيراعظم نرېندر مودي په ګجرات ٬ كشمير او د هېواد په نورو سيمو كښې روان ظلمونه بشپړه زړه ورتيا سره نړۍ ته ښكاره كړي دي۔ حافظ محمد طاهر محمود اشرفی ووئيل هند كښې مسلمانانو ٬ سكھانو ٬ مسيحيانو او تر دې چې د ښكته ذات هندوانو سره غېر انساني سلوك كولې شي۔ ده هندي اولس ته ووئيل چې هغه دې د خپل وزيراعظم مودي او د راشټريه سويم سېوك سنګھ (آر اېس اېس) نظريې په ضد لاريونونه وباسي څوك چې د معصوم خلقو ژوندون لنډ تنګ كوي۔ ده د بشري حقونو په نړيوالو ادارو زور راوړو چې هغه دې د مسلمانانو او نورو اقليتونو ورورولو په ضد د هندي ظلم منع كولو او دوئي ته د ژوند كولو حق وركولو له خپل كردار ترسره كړي۔
متعلقہ مضامین
-
Nomad Gallery Art exhibition attracting people
-
CTD gun down four TTP terrorists in overnight operation
-
CTD gun down four TTP terrorists in overnight operation
-
Vivian Richards, David Gower praise Pakistan team in meeting with PM Imran Khan
-
Pakistan, Uzbekistan sign protocol on establishment of JSC
-
Govt making efforts to make PNC more efficient
-
Govt expected to hike power tariff rate by Rs1.68
-
11 injured in Kharan blast
-
Chinese embassy holds short video creation contest
-
Bilawal Bhutto continues mass contact campaign
-
COVID-19 claims 11 more lives
-
Pakistan strongly condemns Kabul hospital attacks