اسلام آباد 18 جون (اے پي پي) صدر مملكت ډاكټر عارف علوي وفاقي محتسب ته سپارښتنه كړی چې وفاقي محتسب دې د سمندر پورې پاكستانيانو آسانيو لپاره بهرني هېوادونو كښې د نوټري پبلك نامزد كولو حوالې سره په خپله پرېكړه عمل درآمد باوري كړي۔ دې قدم پورته كولو سره به د بهرني هېوادونو دستاويزات تصديق او مختار نامه جاري كولو طريقه كار آسانولو كښی مرسته ترلاسه شي۔ صدر مملكت په دې اړه د پنځو كلونو نه د زياتې مودې يوې معاملې په نه حل كېدو د حفګان څرګندونه وكړه۔ امريكا كښې د يو مېشته پاكستاني وګړي د ګيلې نوټس اخستلو سره صدر مملكت وفاقي محتسب ته سپارښتنه وكړه چې د 15 اپرېل كال 2015 په مهال په شوې خپله پرېكړه دې د قانون لمخې عملدرآمد باوري كړی شي۔ محمد نصر الله خان نومې وګړي د وفاقي محتسب په پريكړه د عملدرآمد نه كولو په ضد اولس مشر ته د نوټس اخستلو خواست كړی و۔وفاقي محتسب د اپرېل په 15مه نېټه كال 2015 خپله پريكړه كښې د خارجه چارو وزارت ته د امريكې په لويې ښارونو كښې د نوټري پبلك تعينات كولو وړاندېز وركړے وو ٬ كوم به چې د سمندر پورې پاكستانيانو د دستاويزاتو تصديق كوي۔د خارجه چارو وزارت وفاقي مختسب ته په خپل تحريري ځواب كښې وئېلي چې د امريكې٬برتانيې او كاناډا پشان خاص هېوادونو كښې به د مختارنامو تصديق كولو لپاره نومولې نوټري پبلك ته اختيارات وركولې شي۔ د خارجه چارو وزارت د سمندر پورې پاكستانيانو آسانيو لپاره د مختار نامو تصديق په اړه د نورو طريقو هم حواله وركړه چې پكښې د قونصل خانو دورې او اړوند معلومات په وېب پاڼه څرګندول هم شامل دي۔
متعلقہ مضامین
-
FBR achieves highest monthly growth in December 2020
-
Terror is doomed to defeat
-
Pakistan, Indian exchange list of nuclear installations, facilities
-
Court indicts nine accused in Sindh wheat scam
-
Lawyers always rendered sacrifices for restoration of democracy: Bilawal
-
Lawyers always rendered sacrifices for restoration of democracy: Bilawal
-
Balochistan to set up culture, tourism offices at divisional headquarters
-
Balochistan to set up culture, tourism offices at divisional headquarters
-
PM congratulates exporters on record 18pc export growth
-
Both Covid-19 and PDM will not exist after first quarter of 2021: Fawad Ch
-
Lahore CCPO Umar Sheikh removed after plethora of complaints
-
Balochistan govt launches seven projects to promote tourism