اسلام آباد 01 اکتوبر (اے پي پي) د قانون او انصاف وفاقي وزير سينيټر اعظم نذير تارړ وئيلي دي د مشرانو وګړو د حقونو تحفظ انفرادي نه اجتماعي معاشرتي ذمه واري ده٬ دې سره به نه يوازې د دوي ضرورتونه ترسره شي بلكې يو مضبوط او كوټلې معاشره جوړول به ممكن شي، ځوانانو ته خواست كوم چې مشرانو ته ھغه عزت او وخت وركړي كوم چې د ھغوي حق دے، دا د دوي د ټول ژوند د خدمات د اعتراف غوره طريقه ده۔ دا خبره ده د نهې په ورځ د بشري حقونو په وزارت كښې د بېلا بېل شراكتدارو سره د مشرانو ژګرو نړيوالې ورځ په موقع په نېشنل لائبريري اسلام آباد كښې دستوره ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ د دستورې مقصد په معاشره كښې د مشرانو په كردار رڼا اچول او د دوي د مسئلو نه ځان خبرول وٶ۔ وفاقي وزير په دې موقع ووئيل د مشرانو خدمات ته پېرزوئنې وړاندې كوم او د حكومت لخوا د دوي خېرښګړې لپاره د اقدمات پخلے كوم۔ ده د دوي په مسئلو رڼا اچولو سره ووئيل د موسمياتي بدلون اثرات په خاص توګه كليوالو او لرې پرتو سيمو كښې د دوي مسئلې زياتوي٬ دوي د موسمياتي بدلون اثرات سره مخ دي او د دوي خېرښګړې لپاره داسې جامع پاليسو ته اړتيا ده كومې چې د دوي د مخصوص ضرورتونو احاطه وكړي۔اعظم نذير تارړ ووئيل د مشرانو وګړو د حقونو تحفظ انفرادي نه اجتماعي معاشرتي ذمه واري ده٬ دې سره به نه يوازې د دوي ضرورتونه ترسره شي بلكې يو مضبوط او كوټلې معاشره جوړول به ممكن شي، ځوانانو ته خواست كوم چې مشرانو ته ھغه عزت او وخت وركړي كوم چې د ھغوي حق دے، دا د دوي د ټول ژوند د خدمات د اعتراف غوره طريقه ده
متعلقہ مضامین
-
Pak Army continues relief operation in Balochistan
-
92pc kids vaccinated against Covid-19 in Punjab
-
World Tourism Day to be marked on Sept 27
-
Pak Army continues relief operation in Balochistan
-
World Tourism Day to be marked on Sept 27
-
Haiku Poetry Art illustrations exhibition inaugurated at PNCA
-
Govt vehemently dismisses criticism on transgender bill
-
IHC rejects request to stop CDA chairman from working
-
Govt vehemently dismisses criticism on transgender bill
-
Floods-PM-appeal
-
Faisal Javed agrees with SC advice
-
FO rejects reports of Pakistani delegation visiting Israel