اسلام آباد 08 جولائی (اے پی پی) د وزیراعظم د خزانې، محصولات او اقتصادی چارو صلاحكار ډاکټر عبدالحفیظ شیخ وئيلي دي ځوانانو له د روزګار زياتې موقعو وركولو لپاره حكومت د هاؤسنګ څانګې ته وده وركوي او د هغې مرسته كوي، رئیل اسټیټ څانګه متحرك او فعالولو سره د سمندر پورې پاکستانیان سرمايه كارۍ لپاره راغب کیدې شي۔ ده دا خبره د ګل په ورځ خزانه وزارت كښې د يوې غونډې مشري كولو سره وكړه۔ د غونډې مقصد د اسلام آباد ایکسپریس وے سره د نوې پاکستان اقتصادی زون جوړولو لپاره د بيل مالیاتی ماډلز تجزیه كول وؤ۔ د نوي پاکستان هاؤسنګ ایسوسی ایشن چئیرمېن لیفټیننټ جنرل (ر) امیر علی حیدر په دې موقع د منصوبې په اړه تفصیلې بریفنګ وركړې شو۔ ده ووئيل دا پروژه به په څلورو پړاؤنو كښې بشپړه شي، دا به د فیض آباد څخه پيل كېږي او روات سره نزدې به ختمېږي۔ ده ووئيل فرنټیئر ورکس آرګنائزیشن او نوي پاکستان هاؤسنګ اتھارټی به منصوبې په فزیبلټی کار كوي، هيله لرو چې سرکاری او نجی څانګې په مرسته به وړومبنې پړاؤ په يو كال كښې بشپړ شي۔ ده ووئيل د منصوبې بشپړولو لپاره د سټیټ بانك او فیډرل بورډ آف ریونیو مشاورت سره بيل مالیاتی ماډل جاج واخستلې شو۔ د وزیراعظم د خزانې، محصولات او اقتصادی چارو صلاحكار ډاکټر عبدالحفیظ شیخ ووئيل حکومت د هاؤسنګ څانګې ودې او پرمختګ لپاره مرسته كوي ځګه چې دا څانګه ځوانانو لپاره روزګار زیاتې موقعې وركولې شي۔ ده د حاجتونو او اړوند قوانین له مخې منصوبې لپاره هر ډول ممکنه مالیاتی مرستې باور وركړو۔ ده د رئیل اسټیټ څانګې متحرك او فعالولو او هغه ته د پام كولو په حاجت زور راوړلو سره ووئيل دا څانګه متحرك او فعالولو سره به سمندر پورې غاړه پاکستانیان سرمايه كارۍ لپاره راغب کړي۔ ده د روانې مياشتې په مهال ټول سټیك هولډرز د يو بل سره به مشاروت وكړي دغسې چې نړۍ كښې د نوې پاکستان هاؤسنګ اتھارټی د اړخه د جوړ شوې مالیاتی ماډلز جاج واخستلې شي۔
متعلقہ مضامین
-
Australia happy to reach World Cup finals ‘the hard way’
-
Medical tests find Dua Zehra a minor
-
German FM cuts Pakistan trip short after testing positive for Covid
-
German FM cuts Pakistan trip short after testing positive for Covid
-
50MW IPP’s plant likely to be installed in Gwadar Port
-
LHC ponders SC judgment on defecting lawmakers
-
Taliban heading in ‘wrong direction’: German FM
-
Taliban heading in ‘wrong direction’: German FM
-
KMU hosts expert consultation meeting on primary care
-
IGP Sindh for strict security of cattle markets, traders, buyers
-
CM urged for probe into illegal commercialization
-
KMU hosts expert consultation meeting on primary care