اسلام آباد ۔ 6 مئی (اے پی پی) د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي وئيلي دي د پي اے سي چيئرمېن شپ د ميراث پھ توګه منتقل كړې شوې ۔ په دې لړ كښې مخالفې ډلې سره هم مشاورت نه دې شوې ۔ د قامي اسمبلۍ سپيكر په زېركتيا د پي اے سي چيئرمېن شپ معامله حل كړې وه۔ مونږ په داسې ډول د چيئرمېن شپ منتقل كولل قبول نه دي۔ د ګل په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د اعتراض په نكته شاه محمود قرېشي ووئيل سپيكر د پي اے سي په چيئرمېن شپ په پوهه او اوښيارتيا ډېډ لاك ختم كړے ؤ ۔ زه د وزيرانو د پيغورونو او بيانونو سره مخ شوے ووم ۔ د دې مسئلې حل ځكه هم ضروري ؤ چې ټولې قائمه كمېټۍ تاخير سره مخ وې۔ ده ووئېل اوس شهباز شريف وائي زما صحت ما له اجازه نه راكوي او هغه پي اے سي څخه استعفي وركړېي او رانا تنوير ئې ټاكلې ۔ ده ووئېل د مخالفې ډلې نورو ګوندونو سره مشاورت نه دې شوې او پي اے سي يوه مهمه كمېټي ده۔ ده ووئېل دا ډول پرېكړې كول به ايوان لپاره ستونزې رامخې ته كړي۔ ده ووئيل د میثاق جمهوریت جذبې ترمخه د پي اے سي چيئرمېن شپ د مخالفې ډلې لارښود ته وركړې شو ولې هغه د ميثاق جمهوريت روح هم له مينځھ يوړو۔ ده ووئيل حكومت سره هم په دې لړ كښې بايد مشوره شوې وه۔ د زياته كړه چې دا ډول پرېكړه مونږ ته نه ده قبوله۔
متعلقہ مضامین
-
IHC seeks report on FIRs against journalists
-
Imran tells US to sack Donald Lu
-
‘Brutal crackdown’: Imran Khan denounces raids on PTI leaders’ houses
-
FM Bilawal arrives Davos to attend World Economic Forum
-
FM Bilawal arrives Davos to attend World Economic Forum
-
Training session for intending Haj pilgrims held
-
Polio refusal cases need special attention: DC
-
Youm-e-Takbeer – a glaring example of indomitable resolve
-
Police seizes weapons from house of PTI leaders
-
PTI all set for ‘Azadi March’ towards Islamabad amid blockades
-
MNAs demand 5-year increase in age limit for public sector appointments
-
Media facilitation center set up at PID