پنډۍ 05 مئي(اے پي پي) په كنټرول لائن هاټ سپرنګز او كوټ كوټېرا سېكټرو كښې د هندي ځواك د بې درېغه ډزو په نتيجه كښې د 12 كلن ماشوم په شمول دوه وګړي شهيد شوي دي۔ د اتوار په ورځ د آئي اېس پي آر ترمخه هندي ځواك په كنټرول لائن هاټ سپرنګز او كوټ كوټېرا سېكټرو كښې بې درېغه ډزې پېل كړې او د عامو وګړو ودانۍ ئې په نښه كړې۔ د ډزو په نتيجه كښې يو 45 كلنه مېرمنه نسرين بي بي او يو 12 كلن ماشوم محمد زاهد شهيد شو۔ دغسې سونيا بي بي دې پېښه كښې سخته ژوبل شوه۔ د پاك پوځ لخوا فعاله ځواب وركړې شو كوم كښې چې د هندي ځواك هغه پوستې په نښه كړې شوې كومو څخه چې ډزې شوې وې۔ د آخري اطلاع تر ترلاسه كېدو د ډزو لړۍ دمه په دمه روانه وه
متعلقہ مضامین
-
Imran tells US to sack Donald Lu
-
PTI urges CEC to stop Hamza Shehbaz from working as CM
-
Training session for intending Haj pilgrims held
-
Polio refusal cases need special attention: DC
-
Malik’s case a stigma on Indian judicial system: Mushaal
-
Long march is against establishment, not govt
-
No country can develop unless giving opportunities to women: Marri
-
Youm-e-Takbeer – a glaring example of indomitable resolve
-
Youm-e-Takbeer – a glaring example of indomitable resolve
-
No country can develop unless giving opportunities to women: Marri
-
Saudi Arabia expands US$3b deposit to Pakistan
-
Saudi Arabia expands US$3b deposit to Pakistan