اسلام آباد 03 مئي (اے پی پی) خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئيلي دي چې د مسلم لیګ (ن) اوسنۍ نامزدګۍ د ګوند كورنۍ معامله ده٬ نامزدګو سره د شهباز شريف خپل ګوند په سكته كښې دې٬ د ګېنګ آف فور نه علاوه د ګوند مشرانو د بدلون نه خبر نه دي٬ نه ډيل كېږي او نه ډهيل وركولې كېږي٬ اتلسم بدلون هېڅوك نه چېړي٬ د صدارتي نظام خبرې لغو او بې معنې دي۔ د جمعې په ورځ خبري كنفرنس ته خپلې وېنا كښې خارجه وزير د مسلم ليګ لخوا د اوسنۍ نامزدګۍ “چېلنج آف ګارډز” ګرځولو سره وېيلي دي چې د مسلم لیګ (ن) اوسنۍ نامزدګۍ د ګوند كورنۍ معامله ده خو د پارلماني مشر ناڅاپه بدلون سره د پارلمان كاروائي ځپلې كېږي۔ ده ووئيل د پارلماني ليډر په بدلون خو زمونږ هم تعلق جوړېږي ٬ زمونږ يو بل سره مرسته ضروري ده٬ په جمهوريت كښې كه د ايوان مشر ته اړتيا وي نو د مخالفې ډلې مشر خپل كردار لري او دوي د يو بل نه لا تعلق كېدې نه شي۔ ده ووئيل پي اے سي د پارلمان مهمه كمېټي ده ٬ چا له چې آډټ پېراز كتل وي او د زيان نه خبر وي۔ شاہ محمود قرېشي ووئيل چې كمېټۍ كښې كه د مخالفې ډلې غري وي نو هلته حكومتي غړي هم موجود وي۔ ده ووئيل په دې وروستيو كښې د قامي سلامتيا پحقله پارلماني كمېټي جوړه شوې ده، سپيكر ئې مشر دې او په دې كمېټۍ كښې مسلم ليګ (ن) ته نمائندګي وركړې شوې ده او شهباز شريف په كښې هم شامل دې ٬ ھغه په كمېټۍ كښې برخه واخستې شي يا نه معلومات نه لرو۔۔ خارجه وزير ووئيل كله چې وزيراعظم عمران خان په كابينه كښې ردوبدل وكړو نو يوه زلزله راغله او دا ئې د كابينې ناكامي وګرځوله ٬ جمهوريت كښې ردوبدل د معمول عمل وي او هر ځائ هم داسې كېږي۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل د پنجاب وزیراعلیٰ سره هېڅ اختلاف نشته٬ اسد عمر د ګوند قېمتي اثاثه ده۔ د صدارتي نظام پحقله د يوې پوښتنې په ځواب خارجه وزير ووئيل د صدارتي نظام خبرې لغو او بې معنې دي۔
متعلقہ مضامین
-
People cannot be left at mercy of ‘miscreants’
-
Imran tells US to sack Donald Lu
-
‘Brutal crackdown’: Imran Khan denounces raids on PTI leaders’ houses
-
Threat alert: Sindh govt to impose section 144 across province
-
Donald Blome appointed as US ambassador to Pakistan
-
Malik’s case a stigma on Indian judicial system: Mushaal
-
Donald Blome appointed as US ambassador to Pakistan
-
Best facilities ensured for intending Haj pilgrims this year: Durrani
-
Best facilities ensured for intending Haj pilgrims this year: Durrani
-
KP government to provide facilities to TMAs
-
90pc of Sherani’s forest fires contained: Farah
-
Saudi Arabia expands US$3b deposit to Pakistan