اسلام آباد 20 فروری (اے پی پی) د هند د دريو واړو وسله والو ځواكونو وياندو د پاك هند په اوسني تاؤ تريخوالي پرېس بريفنګ كښې د ابهام ښكار او معذرت لرونكې تر نظر شول٬د هغوي رويه د پاكستان د حقائقو ترمخه موقف توثيق كونكې او عسكري برلاسې ثابتوي٬د هندي پوځ د اړخه په پاكستان كښې د لغوا تنظيم په تشه نامه په پټ ځايې بريد ٬ د 350 كسانو وژلو او بيا د پاكستان اېف 16 الوتكه د غورځولو په حقله د ادعا ثبوت وړاندې كولو په ځاې عسكري وياندو كوم كوټلې ځواب ورنه كړو٬د هندي عسكري وياندو برعكس د پاك پوځ وياند تېره ورځ قامي او نړيوالې مېډيا ته عكسونه او نور دستاويزات د حقائقو او ثبوتونو سره ښودلي وو چې پكښې د هندي وېډيو بيان هم جاري كړی شوې او د پاكستان دغه حقائق بيا هندي چارواكو هم تسليم كړې وو ۔د زيارت په ورځ د هند د دريو واړو وسله والو ځواكونو وياندو پرېس بريفنګ وركړو او په اوسني پاك هند تاؤ تريخوالي يې خبرې وكړې ٬ خپل بريفنګ كښې هغوي د پاكستان د اېف 16 الوتكې د غورځولو په حقله كوم خاص او كوټلي شواهد وړاندې نه كړل او نه يې د هندي ځواكونو د اړخه د سټرائيك د زيان په ادعا كښې كوم ثبوت وړاندې كړو لكه څنګه چې پاكستان د هندي الوتكې د ملبې عكسونه او نور په زړه پورې تفصيلات جاري كړی وو چې ورسره په څلورو ځايونو د شپږو بريدونو تفصيلات هم ښودلې شوي وو
متعلقہ مضامین
-
NAEAC Board meeting held
-
PML-N starts its Mehangai Mukao March from Lahore
-
NA session adjourned sans tabling of no-trust motion
-
Increasing population biggest problem: minister
-
PakPlas Expo 2022 exhibition inaugurated
-
Increasing population biggest problem: minister
-
Pak-China to bring sorghum cooperation into CPEC
-
People will come out only to oust Imran: Maryam
-
People will come out only to oust Imran: Maryam
-
Notice issued to Bilawal over violation of election code of conduct
-
PML-N, PPP united to hide their corruption: minister
-
Gwadar Eastbay Expressway likely to open on May 16