اسلام آباد 27 فروري (اے پي پي) توان لپاره كابينه كمېټۍ سباٶن كښې د تجديد وړ توان پحقله ټوله سرمايه كاري د تجديد وړ توان پاليسۍ 2019 سره سمولو په اړه د پاور ډويژن د وړاندېزونو منظوري وركړې ٬ دا پاليسي د يو داسې فرېم ورك وړ ده كومه چې د موجوده نړيوال ماركيټ د اقدارو او د مصرف كوٶنكو پراخه ګټې پحقله ده۔ د كابينه كمېټۍ غونډه د شورو په ورځ د خزانې وفاقي وزير اسد عمر په مشرۍ كښې وشوه چې پكښې د پاور ډويژن لخوا ووئيل شول د تجديد وړ توان پاليسۍ 2019 په مسوده شراكتدارو څخه آراء اخستلې كېږي او دې عمل بشپړېدو نه پس به ډېر زره توان لپاره كابينه كمېټۍ ته وړاندې كړې شي۔ غونډې ته ووئيل شول ټولې داسې منصوبې د كومو چې اېل او اېس د متبادل توان بورډ لخوا وركړې شوې دوي ته به د متبادل توان پاليسۍ 2006 له مخې خپل ضروري هدفونه ترلاسه كولو پلو د پېشرفت اجازه وركولې شي خو په كومو كېسونو كښې چې د نېپرا لخوا د ټېرف تعين نه پس د يو كال نه زياده موده تېره شوې د ھغوي د ټېرف جاج به د نېپرا پاليسۍ له مخې اخستې شي۔ د پاور ډويژن كاركردګۍ كښې ښه والي او په غلا قابو موندلو په لړ كښې د پېشرفت په اړه هم غونډه خبر كړې شوې ۔ غونډې ته ووئيل شول د نومبر كال 2017 نه تر جنوري كال 2018 د مجموعي وصولۍ حجم 203,953 مېلیونه روپۍ ٶ ھغه سږ كال 19-2018 كښې په ھغه هومره موده كښې 243,642 مېليونه روپو ته رسېدلې كومه چې د 39,689 مېلیونه روپو مجموعي اضافه څرګندوي۔ غونډې ته ووئيل شول مصرف كوٶنكو څخه د ريكوري ښه والي او په زيان كښې د كمي په نيتجه كښې اصولو كښې ځانګړې اضافه شوې۔ د برېښنا غلا په اړه كابينه كمېټۍ ته ووئيل شول د اكتوبر 13مې نيټې نه تر 22مې فرورۍ كال 2019 په دې لړ كښې شل زره 712 اېف آئي آر درج شوې او 1909 كسان هم نيولي شوي ۔ توان لپاره كابينه كمېټۍ په وصولو او د غلا مخنيوي په اړه د پاور ډويژن د موثره كمپائن ستائنه وكړه ۔ په دې موقع پټروليم ډويژن د ګاز بلونو كښې د اضافې په معامله د تحقيقاتي كمېټۍ راپور نه هم غونډه خبر كړه۔ غونډې ته ووئيل شول په دې لړ كښې به آډټ راپور هم كابينه كمېټۍ ته وړاندې كولې ش
متعلقہ مضامین
-
PML-N’s Nishat Daha discusses constituency’s problems with CM
-
GB’s immense potential in tourism, investment to be fully exploited: Alvi
-
Hidden extremism in India being exposed: Shehryar Afridi
-
Revolutionary steps taken to promote investment in Punjab: Buzdar
-
Revolutionary steps taken to promote investment in Punjab: Buzdar
-
Turkish aid agency sets up medical facility in Pakistan
-
Govt issues special houbara hunting permits to UAE royal family
-
Govt issues special houbara hunting permits to UAE royal family
-
Malaysian authorities releases PIA Boeing 777 aircraft seized over payment dispute
-
Sania inaugurates Ehsaas Tahafuz Unit at HFH
-
PA unanimous in taking action against bureaucrats from local government
-
Commission to now hold Broadsheet scam probe