اسلام آباد 21 فروري (اے پي پي) د تعليم او وظيفائي چارو وفاقي وزير شفقت محمود وئيلي دي يو ټاكلې شوې نمائنده هم د قانون نه پرته نه دے ٬ پیپلز ګوند او (ن) لیګ لس كاله په اقتدار كښې پاتې دي٬ د نېب قانون كه چرې تور قانون دے نو دوي ختموٶ ولې نه ٬ پارلمان او جمهوريت د چا د بدعنوانۍ ډهال نه شي جوړېدې٬ د پاكستان بې وسه اولس لوټلې شوې ٬ د لوټ مار كوٶنكو په ضد كاروائۍ روانې دي٬ كه مخالفه ډله په احتساب اعتراض لري نو د عدالتونو لاره دې اونيسي۔ د زيارت پھ ورځ قامي اسمبلۍ كښې د سید خورشید شاہ د اعتراض د نكتې په ځواب وفاقي وزير ووئيل مونږ په دې خبره باور لرو چې د احتساب په عمل هېڅوك اعتراض نه لري٬ اعتراض په ھغه اداره كېږي كومه چې د دې پارلمان برخه نه ده او جنرال (ر) پروېز مشرف جوړه كړې وه٬ ده ووئېل مسلم لیګ (ن) او پیپلز ګوند 5 ٬ 5 كاله حكومتونه كړي ٬ د دوي په دور كښې د اتلسم بدلون غوندې تاريخي بدلون رامخې ته شوې ٬ د آئين درېمه برخه بدله كړې شوې خو ھغه وخت ھغوي په نېب قانون كښې هېڅ بدلون نه دې كړې ٬ كه د نېب قانون ناسم دے نو بيا دا بدل كړې شوې ولې نه دې۔ ده ووئيل د سندھ اسمبلۍ د سپيكر په نيولو كښې پارلمان ولې راښكلې كېږي ٬ پارلمان او جمهوريت د چا د بدعنوانۍ ډهال نه شي جوړېدې او نه دا د پارلمان مقصد دے۔ ده ووئيل د پاكستان بې وسه اولس د دې معاملې اصلي مدعيان دي ځكه چې ھغوي لوټلې شوې ۔ ده ووئيل سید خورشید شاہ او نواز شریف په مشاورت د نېب د چيئرمېن ټاكنه كړې وه ٬ نېب خو د حكومت ماتحت هم نه دے او نه دا اداره وزیراعظم څخه هدایات اخلي نو بيا سید خورشید شاہ ټول بړاس په حكومت ولې اوباسي۔ ده ووئيل كه مخالفې ډلې خپل دور كښې د نېب قانون او چيئرمېن نه دې بدل كړې نو د دې مطلب دا دے چې نن كومې كاروائۍ كېږي په دې كښې د ھغوي رضامندي شامله ده ۔ ده ووئيل د پنجاب سينئر وزير نيولې شوې او هم دغسې د سندھ سپيكر نيولې شوې ٬ آيا د شوكمارو احتساب ختم كړې شي ٬ كه څوك اعتراض لري نو عدالت ته دې لاړ شي ٬ كه احتجاج كوئ نو عدالتونو كښې دې وكړې۔ ده ووئيل نن چې كوم حالات په هېواد روان دي ٬ په دې حالاتو كښې خو مونږ له د يوالي پيغام وركول پكار ٶ او چې هواد ته كومې دړكې وركړې كېږي بايد بحث پرې اوشې خو دوي د پاكستان څه پروا لري
متعلقہ مضامین
-
KU suicide blast: govt decides to revisit NAP
-
Court to indict PM, CM-elect on May 14
-
FSC directs introducing Riba-free banking system in country
-
Man kills little cousin by throwing him in Pakpattan canal
-
1,64,000 children to be vaccinated in North Waziristan, Bannu
-
PM’s visit to Saudi Arabia to open new chapter in exemplary friendship: Marriyum Aurangzeb
-
PMLN leader slams former PM over broken promises
-
IHC seeks comments from FIA regarding harassing journalist
-
International forum underlines Pak-China space cooperation
-
PDMA releases Rs370m for for victims of NW, Khyber districts
-
Woman marries her cat to avoid landlord’s pet restrictions
-
Investigators make headway in KU suicide attack probe