اسلام آباد ۔ 15 فروری (اے پی پی) د جماعت اسلامي دوهم امير مياں محمد اسلم وئيلي دي حكومت دې په ګرانۍ قابو موندلو له خصوصي ګامونه پورته كړي دغسې چې اولس ته ريليف وركړې شي۔ د سعودي عربستان ولي عهد محمد بن سلمان دوره به تاريخي ثابت شي۔ په نظام مصطفی عمل كولو سره مسئلو څخه خلاصې ترلاسه كېدې شي۔ د حكومت لخوا حج سبسډي بايد وركړې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده اے پي پي سره خبرو كښې وكړه۔ ده ووئيل پاکستانې اولس اسلام سره بې كچه مينه لري او هېواد كښې د خلافت راشده نظام غواړي۔ ده ووئيل د هېواد او اولس مسئلو يواځنې حل پاكستان كښې نظام مصطفی نافذ كول دي۔ د سودي نظام معيشت څخه به توبه ويستل وي او د اسلام سياسي ٬ معاشي ٬ عدالتي او تعليم نظام به رائج كول وي۔ ده ووئيل د سعودي ولي عهد د پاكستان دوره خوشبينه ده او دې سره به د هېواد معيشت ته يو نوې اړخ ترلاسه شي۔ ده ووئيل د پاكستان وزيراعظم دې د ملاقات په مهال سعودي ولي عهد سعودي عربستان كښې د كار كوؤنكو پاكستانيانو مسئلو څخه خبر كري او د هغې حل لپاره دې د فورويګامونو پورته كولو غوښتنه هم وكړي
متعلقہ مضامین
-
Five students injured as speeding coaster overturns in Narowal
-
PM lauds Pak-Nigerian growing cooperation in defence, counter-terrorism
-
CJCSC calls on military leadership during visits to Germany, Switzerland
-
Nation should observe “Youm-e-Tashakur” for UN’s designation of March 15: Murad Saeed
-
Lango for taking extra measure to ward off security threats
-
City School holds Long Service Awards 2022
-
Imran Khan standing firm: Shahbaz Gill
-
Taliban welcomes UN’s continued Afghanistan presence
-
Fawad asks opposition to set free parliamentarians ‘imprisoned’ at Sindh House
-
PRCS, NDMA ink MoU to boost cooperation
-
Gansu to share agricultural expertise with Pakistan
-
Turbat University holds first international multi-disciplinary conference