اسلام آباد 28 جنوری (اے پی پی) وزیراعظم عمران خان وئيلي دي د ځوانانو ګتور صلاحیتونه رامخې ته كولو او پاکستان كښې موجود ټیلنټ زياتولو لپاره ځوانانو له د لوبو اسانيو وركولو ته اړتيا ده ، هېواد كښې د لوبو ودې لپاره جوړ خاص ټاسك فورس د اړخه وړاندې كړو سفارشاتو په رڼا كښې به د لوبو څانګه كښې اصلاحات له مرسته تر لاسه شي۔ ده دا خبره د جاوید آفریدی سره په خپلو خبرو كښې وكړه چا چې د ګل په ورځ ده سره ليدلې وؤ۔ ملاقات كښې جاوید آفریدی وزیراعظم د ’’پېښور زلمې‘‘ د اړخه فټ بال لیګ كولو په حقله بریف کړو۔ هېواد كښې د لوبو ودې لپاره په اقداماتو هم خبرې اترې وشوي۔ وزیراعظم ووئيل د ځوانانو تعمیری صلاحیتونو رامخې ته كولو او پاکستان كښې موجود ټیلنټ زياتولو لپاره ضروری ده چې ځوانانو له د لوبو اسانۍ وركړې شي۔ ده ووئيل هېواد كښې د لوبو ودې لپاره د حکومت د اړخه خاص ټاسك فورس جوړ شوې، ټاسك فورس د اړخه د وړاندې كړو سفارشاتو په رڼا كښې به د لوبو په څانګه كښې ضروری اصلاحات كولو مرسته تر لاسه شي۔ د پېښور زلمې د اړخه د لوبو څانګې ودې له د مرستې باور وركړې شو۔ وزیراعظم د لوبو ودې لپاره د پېښور زلمې او جاوید آفریدی هڅې وستائلې
متعلقہ مضامین
-
Russia and Pakistan key stakeholders in Afghan peace: envoy
-
Chinese consulate attack ‘facilitator’ arrested in UAE
-
PM apprised on legislation to criminalize enforced disappearance
-
Police needs to change its conduct and behaviour towards people: Buzdar
-
Sehat Sahulat Program: 15 m families to get health card
-
South Africa win toss, to field against Pakistan in series decider
-
Gunmen kill nine in attack on police station in Loralai
-
Zardari disqualification petition: political fights should be fought in parliament: IHC
-
Gunmen kill nine in attack on police station in Loralai
-
South Africa win toss, to field against Pakistan in series decider
-
South Africa win toss, to field against Pakistan in series decider
-
West Indies women outclass Pakistan women by 71 runs in first T20