پېښور 22دسمبر (اے پی پی) د ريلوے وفاقی وزیر شیخ رشیداحمد وئيلي دي چې پېښور نه تر کراچۍ رحمان بابا تند رفتاره ایکسپریس ټرین پرانسته تاریخی حیثیت لري د كوم كرايه به چې تر ټولو كمه وي او دا به پھ لپ وخت كښې كراچۍ ته رسي ، راروان كال به 20 نوې ټرينونه پيل كولې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د خالي پھ ورځ پېښور كينټ ريلوے سټېشن كښې خبرې کنفرنس ته په خپل خطاب کښې وكړه۔ د ريلوے وزیر ووئيل ما ته پوښتانه تر ټولو عزيز دي د هغوي لپاره زيرې دې چې سبا مونږ د يو تاریخی ټرین پرانسته كوو، د پوښتنو صوفی شاعر رحمان بابا په نامه د ټرین سروس پيل كوو، د رحمان بابا ټرین روټ جلا ساتلې شوې چې ورسره به اولس مستفید شي۔ ده ووئيل د رحمان بابا ټرین کرایه 1350 روپۍ ده كومه چې د نورو ټرينونو په نسبت تر ټولو كمه كرايه ده۔ ده ووئيل د دې سروس پيل كولو كريډټ ټول سټاف ته ترلاسه دې۔ ده ووئيل رحمان بابا د امن پیامبر ؤ ، پوښتنو تر ټولو زياتې قربانۍ وركړې، د پېښور نه تر كراچۍ نوې ټريك لپاره به په راروان كال كښې لوظنامه كولې شي۔ د ريلوے وزير ووئيل وفاقی حکومت ځوانانو له د روزګار نوې موقعې وركولو له اقدامات كوي، د معیشت پرمختګ كښې ځوانان مهم كردار لري۔ د خبريالانو د پوښتنو په ځواب ده ووئيل د پاکستان تر ټولو زيات باخبرسیاستمدار يم كومه هم پیشن ګوئی چې ما كړې هغه غلط نه ده ثابت شوې۔اده ووئيل دلته يواځې غریب له سزا وركړې كېږي۔ ده ووئيل د ریمانډ په مهال پروډکشن آرډر کوم مثال نه ترلاسه كېږي۔
متعلقہ مضامین
-
Andleeb Abbas attends 19th Meeting of the Council of Heads of Government of Shanghai Cooperation Organization held virtually
-
Medical waste being disposed of unsafely; SEPA negligence
-
Medical waste being disposed of unsafely; SEPA negligence
-
Chinese State Councilor and Minister of Defence paid a three-day visit to Pakistan
-
International community must use all tools to hold India accountable, says FO
-
Exports grow by 2.11pc in five months: PBS
-
PIMA calls for ban on all public gatherings amid COVID-19 spike
-
5 NOCs for new cement plants issued & 5 in pipeline: Aslam
-
One person dies of coronavirus every nine seconds
-
PIMA calls for ban on all public gatherings amid COVID-19 spike
-
‘Smoke Free Pakistan’ App inaugurated
-
ML-1 to uplift, modernise railways: Rasheed