اسلام آباد 04 دسمبر (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير مخدوم خسرو بختیار وئيلي دي چې ګوادر كښې پرمختګ د برېښنا نه غېر ممكنه نه دې٬ په كوهاله پاور پراجېكټ منصوبه بندي ترسره كړې شوې ٬ تعميراتي كار پېل كولو لپاره دې په سمدستي توګه اقدامات وكړې شي ٬ د نورې نړۍ غوندې پاكستان له به په راتلونكو لس كالونو كښې متبادل ذريعو څخه ارزانه برېښنا ترلاسه كولو كښې برخه 20 فيصده زياتول وي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ د منصوبه بندۍ او پرمختګ وزارت او د توان وزير عمر ایوب په مشرۍ كښې د توان په څانګه كښې د كوټلې منصوبه بندۍ پحقله غونډې ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ په غونډه كښې د منصوبه بندۍ سېكتر ظفر حسن٬ د سي پېك پراجېكټ ډائرېكټر حسان داؤد، د توان وزارت ٬ د پاور ډویژن او پټرولیم ډویژن چارواكو ګډون وكړو۔ د توان وزارت لخوا هېواد كښې د برېښنا په روانو منصوبو د پېشرفت پحقله بريفنګ وركړې شو۔ په دې موقع د انرژۍ پلاننګ كمېسون تهاور حسېن لخوا په كوټلې انرژي پلاننګ بريفنګ هم وركړې شو۔ په دې موقع وفاقي وزير ووئيل ګوادر كښې پرمختګ د برېښنا نه غېر ممكنه نه دې۔ ده امر وكړو چې د ګوادر په پاور پروژه دې كار ګړندې كړې شي۔ وفاقي وزير چارواكو ته امر وكړو صوبائي حكومتونو سره په ګډه دې د برېښنا د منصوبو معاملو ته حتمي شكل وركړې شي۔ ده ووئيل سباٶن كښې د تهر كول او هائيډل پراجېكټس جوړول د حكومت په ترجيحاتو كښې شامل دي٬ برېښنا جوړولو سره سره دې د ټرانسمېشن لائنز منصوبو ته هم پام وكړې شي۔ وفاقي وزير عمر ایوب په دې موقع ووئيل د منصوبه بندۍ او انرژۍ وزارتونه دې په ګډه په كوټلې انرژي پلاننګ كار وكړې ٬ د متبادل ذريعو د لارې آرزانه برېښنا ترلاسه كول د حكومت وړومبۍ ترجيح ده٬ په ټېكنالوجۍ كښې د جدت له امله په انرژي مېكس كښې د ري نيويبل برخه د 20 فيصده څخه زياتولې كېدې شي دغسې چې زياته استفاده وكړې شي
متعلقہ مضامین
-
Equal opportunities for women must be guaranteed: Ibrahim Hasan
-
KU to organize media conference on post truth era trends
-
30,000 cases of child protection registered, 28,000 people provided with prosthetic limbs: PA body
-
Public sector universities directed to make policy on recruitment
-
Speakers express concerns over atrocities in IIOJK
-
107.854 million saplings to be planted during spring plantation campaign
-
Maqbool Butt remembered on his 38th martyrdom anniversary
-
250 teams participate in Pakistan Sports Festival 2022
-
Ashrafi lauds Muslim girl for challenging Hindu extremists
-
PM invites Prince Charles, wife Camilla to visit Pakistan
-
BAP threatens to leave federal govt
-
No power in world can suppress voice of Kashmiris: governor