اسلام آباد 18 نومبر (اے پي پي) د مذهبي چارو او د مذهبونو د همغږۍ وفاقي وزير پير نورالحق قادري وئيلي دي چې د ټولې نړې مسلمانان حضور نبي كريم ﴿ص﴾ سره محبت او عقيدت لري٬ په تېرو ورځو كښې د دهرنو معامله حكومت په سوله ايز ډول حل كړې٬ د وزيراعظم عمران خان وړومبې ترجيح هم دا وه چې معامله په سوله حل كړې شي٬ د رياست كردار د مور په شان وي كومه چې خپلو ټولو بچو سره يو ډول سلوك كوي۔ ده دا خبرې يو نجي ټي وي چېنل سره د خبرو په مهال وكړې۔ وفاقي وزير ووئيل چې د پاكستان اوسني حكومت په هالېنډ كښې د سپكاوي د خاكو مقابلې مخ نيوي لپاره يو قوي غږ پورته كړو او د دې مقابلې په مخ نيوي كښې ئې مهم كردار ترسره كړو۔ د پاكستان حكومت په دې لړ كښې د او آئي سي په فورم هم قوي غږ پورته كړو او ټولو اروپائي سفيرانو ته ئې هم د قوانينو له مخې د دې معاملې حل لپاره هدايت وكړل۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل چې د مذهبي چارو وزارت يو مهم وزارت دے كوم چې د حج پاليسې پشمول د زكوة او عشر معاملې ګوري او د علما كرامو پشمول مشائخ عظام او مذهبي سكالرانو سره په حكومتي روابطو كښې دا وزارت مهم كردار لري۔ ده ووئيل چې د پاكستان جوړېدو نه وړاندې هم د پاك افغان پولې په دواړو غاړو زمونږ مشرانو زيات عقيدت مند لرل او يوه روحاني رشته جوړه وه او نن هم دا لړې روانه ده۔ د صوفياو په ماحول كښې رالوي شوې يم٬ كوم تن چې په داسې ماحول كښې رالوي شي نو د اورېدلو اورېدو ډېره موقع په لاس ورځي۔ ده ووئيل چې په تصوف كښې د خپلو مخالفينو پشمول ټولو لپاره يو نرمي ده۔ برداشت دے او زمونږ صوفيان وائي چې په مونږ كښې دل جوئي او دلداري ده٬ مونږ هم دا هڅه كوو٬ زه په دې معنٰي صوفي خو نه يم خو د صوفيا كرامو د خېرات نه مو څه نه څه ضرور ترلاسه كړي دي۔
متعلقہ مضامین
-
IG KP condoles with families of martyred cops
-
People of IIOJK facing atrocities for 74 years: Khawar
-
No one authorize to declare any citizen as traitor: IHC
-
NAB chairman to distribute Rs 3.2 bln among fraud victim
-
Polio vaccination campaign arrangements reviewed
-
CM reviews LWMC matters
-
Speedy land acquisition for Tando Jam bypass emphasized
-
CPEC entered into next phase after PM’s China visit: Awan
-
Speedy land acquisition for Tando Jam bypass emphasized
-
Covid-19 claims one more life in Sindh
-
Covid-19 claims one more life in Sindh
-
Health dept recovers 27,000 cottons hoarded Panadol