اسلام آباد 08 اکتوبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدری فواد حسېن سره د رومانیه سفير ليدلي دي ۔ د ملاقات په مهال وفاقي وزير خپلو خبرو كښې ووئيل رومانیه د اروپائي ائتلاف يو مهم غړے هېواد دے٬ رومانيه سره كلتور٬ فلم ٬ معيشت او د ميډيا په اړه مرسته غواړو٬ پاکستان سرمایه كارو لپاره زړه راښكونكې هېواد دے ٬د اروپا ټولو هېوادونو ته پاكستان كښې د سرمايه كارۍ بلنه وركوٶ۔ ده ووئيل د رومانيه فلم مېكرز د پاكستان په شمالي سيمو كښې په سېل او شوټنګ ليدل غواړو كومې چې د ښكلا او سېلګرۍ په اړه ځانګړې مقامات لري ۔ده ووئيل د سېلګرۍ د لارې د پاكستان په زړه پورې پېژندګلو رامخې ته كول غواړو۔ د اطلاعات وزير ووئيل د قدرتي وسائلو نه ډك بلوچستان كښې د سرمايه كارۍ زياتې موقعې شته ۔ وفاقې وزير ووئيل د دواړو هېوادونو ترمېنځه د اولسي كچ رابطو ته وده وركولو ته اړتيا ده ۔ ده ووئيل د هنرمندانو او سېلګرو ډلو تګ راتګ سره به اړيكې وده ومومي ۔ د رومانيه سفير خپلو خبرو كښې ووئيل پاکستان كښې معیشت، میډیا او د كلتور په څانګو كښې اړيكو ته پراختيا وركول غواړو۔ ده د دوه اړخيزه اړيكو لا قوي كولو لپاره كاروباري شراكت دارۍ ته په وده وركولو زور رواړو۔ ده پاكستان كښې د نوي حكومت د اصلاحاتي اېجنډې ستائنه وكړه
متعلقہ مضامین
-
Uplift of 14 Sindh districts a priority: PM
-
Pakistan denounces RSS chief’s ‘provocative remarks’ on partition
-
Petition seeking inquiry into Saqib Nisar audiotape submitted in IHC
-
Voters can now get their vote verified for free
-
Petition seeking inquiry into Saqib Nisar audiotape submitted in IHC
-
Iffat Omar says Salauddin Ayyubi is not our hero
-
Cabinet approves buying Saudi oil on deferred payments
-
108 new dengue cases emerge in Punjab, 4 dead
-
Committee addresses 248 cases of expats
-
Petroleum Prices may go down
-
Empowered women key to development: Samina Alvi
-
PML-N must apologise over Maryam’s audio: Farrukh