كوئټه 04 اکتوبر (اے پی پی)پاكستان كښې د ايران سفير مهدي هنر دوست وئېلي دي نړيوال طاقتونه د اسلامي هېوادونو كورنيو چارو څخه ګټه پورته كولو سره د غېر مستحكم كولو هڅه كوي٬مونږ له به خپل شريك دښمن پیژندل وي٬پاكستان او ايران له به د شريك دښمن مقابلې له په ګډه كردار ترسره كول وي٬سي پېك پروژه به نه يواځې پاكستان بلكه د منطقې ټولو هېوادونو لپاره ګيم چينجر ثابت شي۔د ايران سفير مهدي هنر دوست په كوئټه كښې د درې ورځنۍ دورې نه پس په كوئټه كښې د ايران قونصل جنرل دفتر كښې پريس كنفرنس په مهال ووئيل پاكستان او ايران پخوا راهسې ښې اړيكې لري او بلوچستان د ايران لپاره زيات اهميت لرونكې صوبه ده خو ځينې عناصر د پولې پورې غاړه بريدونه كولو سره د دواړو هېوادونو اړيكې خرابول غواړي۔ده ووئيل د پاكستان او ايران پشمول د نړۍ ټول اسلامي هېوادونه د ترهه ګړۍ ښكار دي٬ هغه ووئېل د ترهه ګرۍ په ضد ټولو اسلامي هېوادونو له يو موټې كيدو ته اړټيا ده۔هنر دوست ووئيل ايران به د مذهبونو ترمينځه همغږي پېدا كولو كښې بشپړه كردار ترسره كوي۔هغه ووئيل د امريكې پشمول اروپائي هېوادونه ايران غېر مستحكم كولو له هڅه كوي خو د دې حالاتو باوجود ايران به د چا په فشار كښې رانشي۔ هغه ووئيل سي پېك پروژه به نه يوازې د پاكستان بلكه د منطقې ټولو هېوادونو لپاره ګيم چينجر ثابت شي
متعلقہ مضامین
-
TBTTP as major ecosystem restoration initiative termed global success story at COP26: Zartaj
-
Govt taking steps on priority basis to enhance economic activity: PM
-
TBTTP as major ecosystem restoration initiative termed global success story at COP26: Zartaj
-
Amid heavy inflation, prices of coffin have also increased
-
‘Who is instructing whom, everything will come to light’, says Khaqan
-
Yousuf Raza Gilani’s mother in law dies
-
No disputed remarks were made during Asma Jahangir Conference, claims Bhoon
-
Man killed, burnt on fire in Hafizabad
-
LG polls in Punjab to be hold in March-April 2022: sources
-
New York property case: IHC extends Zardari’s interim bail
-
LG polls in Punjab to be hold in March-April 2022: sources
-
Ayub Afridi steps down to vacate seat for Shauket Tarin