اسلام آباد 05 ستمبر (اے پي پي) د سېنېټ د اطلاعات او خپرونو قائمه كمېټۍ چيئرمېن فېصل جاوېد وئيلي دي وزيراعظم عمران خان د كفايت شعاري او سادګۍ كمپائن د خپل ځان نه پېل كړې٬ 1100 كناله وزيراعظم هاؤس د څلورو كنالو نه هم وړوكې كور ته منتقل كړې شوې٬په وزيراعظم هاؤس كښې د اېچ اي سي سنټر آف ايكسيلينس پوهنتون جوړولو لپاره كار روان دې٬په دوهم پړاؤ كښې به د كورنر هاؤسز اعلې وزيرانو او د نورو لويو لويو سركاري ودانو تفصيلات اولس ته وړاندې كوو٬لوټلې دولت بېرته راوړولو لپاره ټاسك فورس كار كوي٬په لويو محلونو كښې د پاتې كېدو د واكمنو عياشي به تل لپاره ختموو او د كفايت شعارۍ او سادګۍ قانون د لارې به پالېسۍ نافذ كوو٬طاقت ور٬كمزوري ٬ شتمند او غريب لپاره به يو قانون او يوه پالېسي وي او دا د وزيراعظم عمران خان لخوا اولس لپاره پېغام دے چې هغه پخپله او د هغه ډله د اولس د ټېكس د پېسو ساتونكي دي٬اوس به د اولس پېسه په اولس خرڅ كېږي۔ده دا خبرې د وزيراعظم د مېډيا خاص مرستيال افتخار دارني سره يوځاې په پي آئي ډي كښې د خبري كنفرنس په مهال كړې۔سناتور فيصل جاوېد پوښتنه وكړه په كوم جې هېواد كښې 8 كروړه خلق د پاك ټوائلټ آسانې نه لري۔21 فيصده خلق د ماحولياتي آلودګۍ له امله خپل ژوند د لاسه وركوي۔23 ملينه ماشومان د سكولونو نه بهر وي٬د پنځو كلونو ماشومان د ګندو اوبو له امله مړه كېږي٬د 45 فيصده ماشومانو د غذائي كمي له امله ذهني پرمختګ نه كېږي او چرته چې مېرمنې د ماشومان زېږولو په وخت مري ٬ چې كوم هېواد د انساني وسيلو په درجه بندۍ كښې د 188 هېوادونو په لسټ كښې په 147م لمبر وي د هغه هېواد واكمن څنګه په لويو لويو محلونو كښې ژوند كوي ۔ده ووئيل په اسلام آباد كښې وزيراعظم هاؤس 1100 كناله دې او پنجاب هاؤس هم د څو كنالو دے٬د دې كلنه خرڅونه د كروړونو روپو دي٬په دې صورتحال كښې وزيراعظم عمران خان په وزيراعظم هاؤس كښې د نه پاتې كېدو پريكړه كړې او د ملټري سېكټري په كور كوم چې د څلورو كنالو نه هم كم دے هلته استوګن شوے۔ ده ووئېل وزيراعظم خو په بني ګاله كښې اوسېدل غوښتل خو د امنيتي وجوهاتو له امله هغه يو وړوكې كور ته منتقل شو دغسې اعلٰی وزيرانو٬ګورنرانو او د كابينې غړو هم كفايت شعاري او سادګي خپله كړې ده ٬ ده ووئېل زمونږ وزيراعظم هاؤس د 1100 كنالو دې٬د پرمختللي هېوادونو وزيراعظم هاؤس د يو څو كنالونو وي٬سناتور جاويد ووئيل د نيوزي لينډ وزيراعظم كور 29 كناله٬د كاناډا وزيراعظم كور 32 كناله٬د سويډون وزيراعظم د دوه نيم كناله نه هم كم او د برتانيې د وزيراعظم استوګنه د 13 كنالو ده ۔ ده ووئېل په دې هېوادونو كښې د اولس پېسه په اولس خرڅ كېږي٬په پاكستان كښې د دې نه وړاندې داسې ممكن نه وو۔واكمنو به د اولس د ټېكس د پېسې بې درېغه استعمال كولو۔ده ووئيل د وزيراعظم د كفايت شعارۍ او د سادګۍ كمپائن له مخې د 102 ګاډي نيلامي د ستمبر په 17مه نېټھ كېږي۔د دې نه چې څومره هم پېسه ترلاسه شي په قامي خزانه كښې به جمع كولې شي۔سناتور فېصل جاوېد ووئيل عمران خان به پاكستان د دې چېلنجونو نه راوباسي٬د 100 ورځو په پلان په تندۍ سره عمل روان دے٬د يوې پوښتنې پھ ځواب كښې ده ووئيل مېډيا دې تنقيد ضرور وكړي٬حكومت به تنقيد اوري او بهترۍ لپاره به اقدامات هم كوي۔ده ووئيل د خبريالانو په اړه په سوشل مېډيا په منفي كمپائن كښې د پي ټي آئي مېډيا يا د سوشل مېډيا كسان
متعلقہ مضامین
-
Immediate relief to inflation-hit people a must, says PML-Q
-
Citizen asked to beaware of fake SMS, calls in name of Ehsaas
-
Two killed in separate incidents; dacoit gang basted
-
Citizen asked to beaware of fake SMS, calls in name of Ehsaas
-
Has PPP convinced PDM on no-trust motion against PM?
-
Has PPP convinced PDM on no-trust motion against PM?
-
Air Quality Index: Hazy Lahore remains world’s most polluted city
-
Punjab reports drop in dengue virus cases
-
Man murders parents, sister in Jhang
-
Tomato price crosses Rs240 per kg in country
-
SC calls on FIA DG, ETPB chief in evacuee property case
-
Gwadar to get fresh water treatment, supply system soon