پېښور ۔27مئی (اے پی پی) د فاټا انضمام بل صوبائي اسمبلۍ څخه د منظورۍ لار نيولو له د جے يو آئي (ف) لخوا د اتوار په ورځ د تشدد نه ډك لاريون وويستلې شو۔ د پوليس او مظاهرچيانو ترمينځھ دنښتې په نتيجه كښې د دوه پوليس اهلكارو په شمول يو شمېر مظاهرچيان ژوبل شول۔ د ځينې مظاهرچيانو د كانړو ويشتلو په سبب د لاريون كورېج كوؤنكو ټي وي چېنلز ګاډو ته زيان ورسېدو او ددغه ټي وي چېنلو عمله هم ژوبل شوه۔ په دې مهال ګڼ شمېر مظاهرچيان ونيولې شول۔ د تفصيلات ترمخه د جمعيت علماﺀ اسلام (ف) صوبائي اسمبلۍ كښې د فاټا انضمام بل وړاندې كېدو په موقع د احتجاج كولو اعلان كړې وو۔ په دې لړ كښې د جمعيت غړو د اتوار ورځې سهار لس بجې د خېبر پختونخوا اسمبلۍ وړاندې جمع كېدل پېل كړې وو۔ دوئي د اسمبلۍ دروازې وړاندې دھرنا وركړه۔ په دې مهال پوليس چارواكو د مظاهرچينانو مشرانو مفتی عبدالشکور او نورو لارښودو سره مذاكرات وكړل دغسې چې مظاهرچيان پرامن پاتې كړي۔ په دې مهال د جے يو آئي ف مشرانو هم غوښتل چې مظاهرچيان پرامن پاتے شي ولې وخت تېرېدو سره سره د جے يو آئي د غړو رويه كښې تېزي رامخې ته شوه۔ دوئي د اسمبلۍ وړاندې ستره لاره ټائرونه سوزولو سره بنده كړه۔ دوئي د اسمبلۍ دروازې مخې ته ودرېدل او غړي به ئې اسمبلۍ ته تلو څخه منع كول۔ دغسې چې غونډه ونه شي۔ ځينې مظاهرچيانو اسمبلۍ ته د ننوتلو هڅه وكړه۔ په دې مهال پوليسو مظاهرچيان منتشر كولو له لاټھي چارج وكړو او د اوښوكو بهوؤنكو ګاز ئې وكارولو۔ په دې مظاهرچيان په شا شول او دوئي په پوليس كاڼري ورول پېل كړل۔ پوليسو مظاهرچيان تنبولو له هوائي ډزې وكړې۔ د پوليس لاټھي چارج په نتيجه كښی ځينې مظاهرچيان ژوبل شول او د مظاهرچيانو كانړو ورولو په نتيجه كښې دوه پوليس اهلكار او د ميډيا هاؤسز عملې غړي ژوبل شول او ګاډو ته ئې هم زيان ورسېد۔ د پوليس او مظاهرچيانو ترمينځھ شېبه ګھړۍ نښته جاري وه وروستو مظاهرچيان منتشر شول۔
متعلقہ مضامین
-
Opposition’s protest against national interest: CM
-
FM arrives in Kabul to hold talks with interim government
-
NAB asks for more time to respond in Nisar Khuhro’s ECL removal case
-
President approves summary to retain Shaukat Tarin as member NEC
-
UMT holds 20th annual convocation 2021
-
UMT holds 20th annual convocation 2021
-
PM Imran Khan lands in Lahore for a day to chair sessions
-
PM Imran Khan lands in Lahore for a day to chair sessions
-
Internet service remains suspended in Lahore amidst political fiasco
-
Collective efforts needed to get rid of drug menace: IGP
-
Islamabad Court calls on Yousaf Raza Gilani for indictment
-
PM for ‘rapid action’ to control inflation