اسلام آباد ۔ 8 مئی (اے پی پی) قامی اسمبلی د نر ښځيو (حقونو تحفظ) بل 2018ء منظور كړې دے چې ترمخه به ئې دوئي ته د شناختي كارډ او پاسپورټ پشمول د ووټ حق ترلاسه وي۔ د نهې په ورځ قامي اسمبلۍ كښې سيد نويد قمر سېنېټ څخه په منظور شوي صورت په دې بل غور كولو لپاره تحريك وړاندې كړو۔ نعيمه كشور ووئيل مونږ هم دا غواړو چې دوئي ته د دوئي حقونه وركړې شي۔ نعيمه كشور ترميم وړاندې كړو چې دا بل دې اسلامي نظرياتي كونسل ته وړاندې كړې شي دغسې چې په دې لا غور وكړې شي۔ سپيكر په بدلون كولو د غونډې نه رائې واخسته۔۔ سپیکر ووئيل د نجي كاروائۍ ورځ به اوس راروان پارلېمنټ كښې وي۔ په بيا رائې اخستلو درې غړي د ترميم په حق كښې اودرېدل او زياترو ئې په ضد رائې وركړې او دغسې ترميم رد كړې شو۔ نعیمه کشور د بل قائمه كمېټۍ ته د لېږلو ترميم وړاندې كړو۔ شېخ آفتاب احمد د دغې مخالفت وكړو۔ دغسې ايوان دا ترميم رد كړو او د شق وار منظورۍ څخه پس سيد نويد قمر د نرښځيو د حقونو تحفظ ٬ مرستې ٬ بحالۍ او د دوئي خېر ښېګړې او اړوندو ضمني چارو لپاره د احكام وضع كولو لپاره بل منظورۍ له وړاندې كړو۔ كوم چې منظور كړې شو
متعلقہ مضامین
-
Peace in Afghanistan vital for prosperity of whole region: speaker
-
Rescue 1122 on high alert for Eid Milad
-
Rescue 1122 on high alert for Eid Milad
-
‘New NAB ordinance does not apply on public office holders’
-
Rescue 1122 on high alert for Eid Milad
-
EU Parliament set to introduce new law to boost exports of 67 countries
-
EU Parliament set to introduce new law to boost exports of 67 countries
-
PPP all set to hold rally in Karachi today
-
High oil prices in int’l market cause of readjustment in prices: Fawad
-
PPP all set to hold rally in Karachi today
-
High oil prices in int’l market cause of readjustment in prices: Fawad
-
PHC seals 223 fake centres in 28 cities