اسلام آباد 30 اپرېل (اے پي پي) د کینیا خارجه وزیرې ډاکټر مونیکا جوما وزیراعظم شاهد خاقان عباسي سره په وزيراعظم هاٶس كښې ليدلي۔ په دې موقع خارجه وزيرې سره پاكستان كښې د كينيا هائي كمشنر هم ٶ٬ خارجه وزيرې د كينيا د اولس مشر د خاص استازې په حېث د پاكستان وزيراعظم ته د كينيا دورې بلنه ورسوله۔ د ملاقات په مهال وزیراعظم برتانيه كښې د دولت مشتركه مشرانو غونډې په موقع د كينيا اولس مشر سره د ملاقات ذكر وكړو۔ د ملاقات په مهال دواړو مشرانو په دوه اړخيزه اړيكو او د شريكې خوښې په نړيوالو چارو هم د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ د دواړو هېوادونو ترمېنځه په ښه اړيكو د اطمينان څرګندونه كولو سره وزیراعظم شاهد خاقان عباسي كينيا سره د شريكې خوښې ګڼ اړخيزه تجارت ته د ودې وركولو په حاجت ټېنګار وكړو۔ د يادونې وړ ده چې د کینیا خارجه وزيره ډاكټر مونیکا جوما به د مئي په دوېمه او درېمه نېټه د كينيا پاكستان ټرېډ و انوېسټمنټ كنفرنس كښې هم ګډون كوي
متعلقہ مضامین
-
No polio virus detected in 23 big cities of Pakistan: sources
-
Govt notifies amended rules for social media
-
Military and govt on the same page, says Fawad Chaudhry
-
Political situation discussed as US envoy calls on Maryam, Shehbaz
-
Govt notifies amended rules for social media
-
Fawad, Qadri chair meeting to review arrangements for events of Eid Milad
-
Issues related to ISI chief’s appointment ‘fully settled’
-
Over 2.95m women in IIOJK anemic, underweight: study
-
Punjab sees 231 new cases of dengue fever
-
NCOC team distributes masks among drivers, passengers
-
Traditional zoos to be transformed into ‘open caged’ ones soon: SAPM
-
Vehicle used in Gojra gang-rape case seized: police