اسلام آباد 23 اپرېل (اے پي پي) وزيراعظم شاهد خاقان عباسي وئيلي دي سي پېك د درېو كلونو څخه په لږه موده كښې د يو حقيقت په توګه رامخې ته شوې۔ دا يوازې د موجوده نه راروانو نسلونو لپاره هم ګتوره ده۔ دا منصوبه د پاكستان د مجموعي پرمختګ او سوكالۍ مضبوط بنياد ګرځېدلې۔ د پاكستان په شمول منطقه به دې منصوبې څخه استفاده كوي۔ ده دا خبره د ګل په ورځ كراچۍ كښې د د ډان ميډيا ډلې او د منصوبه بندۍ او پرمختګ وزارت په همكارۍ راجوړ كړې “سي پېك سمټ “ته خطاب كښې وكړه۔ وزيراعظم ووئيل سي پېك منصوبه د درېو كاله نه په لږه موده د يو حقيقت په توګه رامخې ته شوې۔ د دې مېوې به يوازې تر پاكستان محدود نه وي بلكې افغانستان او د لوئيديز چين پشمول نور هېوادونه به هم ترې ګټه پورته كوي۔ ده ووئيل سي پېك د منطقې ټولو هېوادونو لپاره يوه موقع ده او په دې كښې بنيادي اډانې او توان څانګو ته خاص پاملرنه شوې۔ ده ووئيل د سي پېك ترمخه پاكستان د برېښنا ټرانمېشن لائنونو غزولو كار روان دے او د خاص اقتصادي زونز جوړېدو سره به چين او د نړۍ نورو هېوادونو له د كاروبار موقعې زياتې شي او تجارت كښې به هم ښكاره زياتوالې راشي۔ وزيراعظم ووئيل سي پېك د پاكستان ټېكنالوجۍ او كركيلې په ډول څانګې قوي كولو له يو پلېټ فارم وركړې او دې سره به د روزګار موقعې زياتې او بې وسۍ كمې شي۔ وزيراعظم ووئيل دې كنفرنس كښې ګډون ما لپاره يو درناوې دے او سي پېك منصوبه د پاكستان او چين ترمينځھ د مضبوطې ملګرتيا عكاسي كوي۔ ده ووئيل بېلټ اېنډ روډ منصوبه د چينائي اولس مشر شي جن پنګ وژن وه او هغه د منځني ختيځ ٬ او منځنۍ آسيا پشمول نورو سيمو سره تړون له خوښي لري۔ وزيراعظم ووئيل خاص اقتصادي زونز جوړېدو سره به چين او د نړۍ نورو هېوادونو له د كاروبار موقعې او تجارت به هم زيات شي۔ دې څخه وړاندې وزيراعظم افغانستان كښې د ترهګرۍ اوسنۍ پېښې په سختو ټكو غندنه وكړه د كومې په نتيجه كښې چې 50 څخه زيات كسان وژلې شوي دي ۔
متعلقہ مضامین
-
Whole world recognizes talent of Pakistani cricketers
-
KP, COPHC to boost cooperation on Gwadar Port
-
Pakistani community takes part in Beijing Int’l Kite Festival
-
Covid vaccination drive in full swing at institutions in Balochistan
-
Hasaan Khawar appointed Punjab govt’s spokesperson
-
Indus Motors forges ahead with developing future leaders
-
Porto Montenegro invites Pakistanis to experience winter
-
20 killed, several hurt in Balochistan earthquake
-
Avenfield case: IHC overrules objections on Maryam’s plea
-
Govt cognisant of inflation impacts upon poor: PM
-
Govt cognisant of inflation impacts upon poor: PM
-
PPP cries foul after Gillani ‘stopped’ from travelling abroad for conference