اسلام آباد 16 اپرېل (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير احسن اقبال د صوبو مننه كولو سره وئيلي دي صوبو د يو ټيم غوندې د هېواد ګټې لپاره حكومت سره په پرمختيائي منصوبو په اتفاق كار كړې او دښمن له ئې پېغام وركړې چې زمونږ په سياسي كچه اختلافات خو كېدې شي خو قامي ترجيحات نو جلا نه دي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د كلن پرمختيائي پروګرامونو پحقله غونډې ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ احسن اقبال ووئيل په تېرو څلورو كالو كښې مونږ په څلورو ترجيحاتو (توان، تعلیم، معیشت، او امن) كار كړې او پكښې مو ځانګړې كاميابۍ ترلاسه كړې٬ د حکومت وړومبۍ ترجيح د توان په مسئله قابو موندل وٶ۔ ده ووئيل حكومت په تېرو څلورو كالو كښې لس زره مېګاٶاټ برېښنا په قامي ګرېډ كښې شامله كړې٬ په دې څلورو كالو كښې چې كوم ځائ د برېښنا پېداوار كښې كاميابي ترلاسه شوې هلته د برېښنا طلب هم سېوا شوې ۔ احسن اقبال ووئېل په جديده اكانومي كښې د برېښنا زيات كارول اهميت لري٬ زمونږ د برېښنا په پېداوار كښې هائيډكل ٬ كول ٬ سولر پاور او د ګاز منصوبې هم شاملې دي ٬ حكومت او سندھ په ګډه د تهركول په منصوبه كار كړې كوم چې ډېر اهميت لري٬ وفاقې وزير ووئېل د سي پېك له مخې په وړومبې ځل د سكرو په درنګ كار پېل شوې او په سكرو چلېدونكې دا وړومبۍ منصوبه به سږ كال تر پائې فعاله شي٬ د تھر د سكرو پانګې تر 400 كالو 5زره مېګاٶاټ برېښنا پېدا كولې شي۔ احسن اقبال ووئيل د پاكستان د معيشت په پرمختګ كښې يوے خنډ د مناسب انفراسټركچر كمې هم ٶ او زمونږ حكومت د رېلوے بجټ د 16 زره نه 43 اربه ته ورسولو چې ورسره رېلوے ښه پرمختګ وكرٶ او پاکستان كښې د 1600 کلومیټر اضافي موټروے جوړېږي او هند كښې تر اوسه په 1450 كلوميټره موټروے كار شوې٬ ده ووئېل د تعلیم په څانګه كښې د اېچ اي سي بجټ د 12 اربه نه 35 اربه ته رسولې
متعلقہ مضامین
-
UN and Afghan Taliban, figuring out how to interact
-
Farrukh asks Shehbaz to bring Nawaz back from London
-
Farrukh asks Shehbaz to bring Nawaz back from London
-
Dengue cases continue to increase in Punjab
-
All sects enjoying equal rights in Pakistan: Qadri
-
Sarwar, AJK president stress early settlement of Kashmir dispute
-
PM to perform groundbreaking of KCR project today
-
Afghan envoy from Ghani govt should vacate UN seat: FM
-
Taliban laud Pakistan for supporting Afghanistan
-
Afridi urges Amnesty to expose Indian war crimes in IOJK
-
Taliban laud Pakistan for supporting Afghanistan
-
Biggest failure of PTI is not holding local body elections: Fawad Chaudhry