اسلام آباد 11 اپرېل (اے پي پي) د خارجه وزارت لخوا قامي اسمبلۍ ته وئيلې شوي دي چې په ګوانتاناموبې زندان كښې پنځه پاكستاني وګړي بندي دي٬ خوشې كولو لپاره ئې ګامونه پورته كولې شي۔ د شورو په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د پوښتنو دمې په مهال د شازيه ثوبيه د پوښتنې په ځواب خارجه وزير ووئيل ګوانتاناموبې زندان كښې پنځه پاكستاني وګړي بندي دي چې پكښې د نائن اليون پحقله په مقدمه كښې شريك يو تورن دے او بل د سازش او قتل د جرم اعتراف كړے او په نورو تر اوسه د جرم تور نشته۔ زمونږ مشن ګوانتاناموبې زندان لپاره د امريكې د خارجه څانګې خاص استازي سره په تماس كښې دے او په دې لړ كښې ئې د خپلو وګړو د حالت پحقله په باقاعده توګه معلومات ترلاسه كړي دي مونږ ته تر قونصلر رسنه هم ترلاسه ده۔ ده ووئيل دا د پاكستان ھغه وګړي دي كوم چې د نائن اليون نه پس پخواني اولس مشر پرويز مشرف د پېښو نه پس امريكې له وركړې ٶ او د كوم اعتراف چې ھغه خپل كتاب كښې هم كړے۔
متعلقہ مضامین
-
KKH maintenance work to start within a week: Mushtaq Ghani
-
Tailgating or tolerance — Your weapon of choice to win the race?
-
CM reviews progress on economic zones project
-
Economic growth through infrastructure development
-
Economic growth through infrastructure development
-
CM reviews progress on economic zones project
-
Senate committee slams CCPO Lahore for conflicting remarks over motorway case
-
Senate committee slams CCPO Lahore for conflicting remarks over motorway case
-
Army captain martyred in clash with terrorists
-
NAB granted 14-day physical remand of Shehbaz Sharif
-
Opp submits requisition to convene PA session to discuss Shehbaz’s arrest
-
Primary schools open from today across country