اسلام آباد 09 اپرېل (اے پي پي) د سمندري ځواك پي اېن اېس ټېپو سلطان بيړۍ او د پاكستان مېري ټائم سكيورټي اېجنسۍ بسول بېړۍ په ټرائي سروسز مشق ګلف شېلډ I- كښې ګډون كړے او د سعودي جبيل بندر ځائ ته رسېدلې ده ۔ جنګي بېړو سره سره د پاك بحريې د لانګ رېنج مېري ټائم پټرول اېئر كرافټ پي تهري سي٬ اسپېشل سروس ګروپ او پاك مېرينز هم په دې مشق كښې برخه اخستې۔ د پي اېن فلوټېلا كمانډ كموډور محمد فېصل عباسي كولو۔ دا مشق په دوه پړاٶنو كښې كېږي ۔ وړومبي پړاٶ كښې هاربر فېز په مهال په ګډه پلاننګ ٬ كنفرسونه او د پېشه ورو چارو په سرخط سېمينارونه وشول چې مقصد ئې په مشق كښې د شرېكو هېوادونو ترمېنځه د خېرسګالۍ ماحول پېدا كول وو۔ د مشق دوېم پړاٶ به د سعودي په سمندر كښې كېږي او په دې موقع د ګډون كوونكو هېوادونو د سمندري ځواكونو ترمېنځه شريك آپرېشنز صلاحيتونه زياتلو لپاره د غېر روايتي جنګ ٬ د سمندر غاړو دفاع ٬ فضائي دفاع او په سمندر كښې د سرچ اېنډ اېسكيو آپرېشن بېلا مشقونه وشول۔ د پاكستان سره د امريكې ٬ بحرېن ٬ تركيې ٬ سعودي ٬ كوېت او د يو اے اي بېړيو هم په مشق كښې برخه اخستله
متعلقہ مضامین
-
British Council distributes laptops among KMU students
-
Lahore to get 35,000 subsidised apartments, says CM
-
Shehbaz Sharif’s wife indicted in money laundering case
-
Four trucks carrying humanitarian aid reach Afghanistan
-
NCOC team, civic admin visit Rawalpindi city to ensure public vaccination
-
Controlling inflation a top priority of govt: Federal Minister
-
Controlling inflation a top priority of govt: Federal Minister
-
NCOC team, civic admin visit Rawalpindi city to ensure public vaccination
-
Google pulls plug on plan for mobile banking in Pay app
-
Celebrities grieve over the death of comedian Umer Sharif
-
Celebrities grieve over the death of comedian Umer Sharif
-
Indian Fake News; not selling anymore