اسلام آباد 14 مئي (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء الله تارړ وئيلي دي د کشمير په معامله د تحريك انتشار او د هېواد دښمنه عناصر تګلاره يوه وه٬ تحريك انتشار هم د كشمير په معامله د اړي ګړي خپرولو سوچ كولو٬ د وزيراعظم په وخت نوټس د يوې بلې پېښې نه بچ كړو، کشمير د پاکستان د ساه رګ دے٬ كشمير ته به څوك په خيرنو سترګو كتلو ته پرې نه ږدو٬ د نهې په ورځ د كشمير چارو وفاقي وزير انجينئر امير مقام سره پارلمان كښې ميډيا سره په خبرو كښې وفاقي وزير ووئيل د کشمير په معامله د وزيراعظم محمد شهباز شريف په وخت نوټس او د كشمير چارو وفاقي وزير د هڅو په نتيجه كښې د پېښې نه بچ شو او د دښمن سازش ناكام شو اوز دغسې دښمن ذلت سره مخ شو۔ ده ووئيل د تحريك انتشار دا سوچ ٶ چې يوه حوا به اړے ګړے خپور شي او بل خوا به د اړي ګړي عالم نه هغوي ګته پورته كړي ۔ ده ووئيل وزيراعظم د ټولو اتحادي ګوندونو او شراكتدارو رائے واورېدلې٬ په پرونۍ غونډه كښې د آزاد کشمير وزيراعظم پشمول ټول سياسي مشران موجود وو او په اتفاق او يووالي معامله تر سره كړې شوه٬ ده ووئېل په غونډه كښې پرېكړه وشوه چې 23 اربه روپۍ به وفاقي حكومت په سمدستي توګه آزاد كشمير حكومت ته وركوي۔ وفاقي وزير ووئيل دا د حكومت كاميابي ده چې دا معامله د لوي زيان نه غېر حل شوه٬ هړتال ختم شو او مظاهرچيان خپلو كورنو ته ستانه شول۔ ده ووئيل دا ھغه حقائق دي چې پټېدې نشي، په وخت پرېكړو سره د بحرانونو خاتمه كېدې شي۔ عطاء الله تارړ ووئيل د حكومتونو كار په وخت نوټس اغستو سره مسئلې حل كول وي۔ ده ووئيل ماضي هېرول پكار نه دي ٬ په ماضي كښې د هزاره كميونټۍ مړي څو ورځې پراته وو او د وخت وزيراعظم په خپل ضد قائم ٶ٬ ده ووئېل په نااهل حكومت او د اولس په ټاكلي شوي حكومت كښې هم دا فرق وي٬ چې معاملې د ورځو په ځائ په ساعتونو كښې حل كېږي ۔ وفاقي وزير ووئيل مبصرينو هم وئيل چې د هېواد دښمن قواو او د تحريك انتشار د كشمير په موضوع اېجنډا يوه وه۔ وفاقي وزير ووئيل په ګرانۍ كښې كمے راروان دے٬ د شماريات ډويژن له مخې تېر كال ګراني 36 فيصد وه٬ سږ كال 17 فيصد ده٬ كه د تېرې مياشتې سره د دې مياشتې موازنه وكړې شي نو په تېره مياشت كښې 20 او په روانه مياشت كښې ګراني 17 فيصد ته راغلې۔ ده ووئيل دغسې سټاك ايکسچينج كښې هم د تېزۍ رجحان دے٬ نېغ په نېغه غېر ملكي سرمايه كاري هم كېږي٬ د سعودي نه پلاوي راروان دي او د نړيوالې سرمايه كارۍ په اړه خبرې روانې دي، ده وةوئېل مونږ د پرمختګ په لور روان يو٬ په نړيواله كچه زمونږ عزت بحالېږي٬ دا خبرې هېواد دښمنه عناصر او زمونږ مخالفين نشي هضمولې۔ ده ووئيل د تحريك انصاف باني نن هم د زندان څخه متضاد بيانونه وركوي٬ ھغه ته د 190 مېليونه پاٶنډ كرپشن٬ د توشه خانه او سائفر كېسونو ځواب وركول پكار دي ٬ ده ووئېل ھغه كله آئي اېم اېف او كله د پوځ سرلښكر ته د چيټۍ ليكلو وائي۔ ده ووئيل د پي ټي آئي باني يو بندي او سزا وار مجرم دے٬ په ھغه كېسونه چلېږي٬ عمرله د ھغه په قول او فعل كښې تضاد رامخې ته شوے۔ ده ووئيل کشمير د پاکستان د ساه رګ دے٬ كشمير پلو به څوك په خيرنو سترګو كتلو ته پرې نه ږدو۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل د كشمير مسئله په اړوندو فورمونو پورته كېږي٬ د سعودي ولي عهد سره ملاقات وي كه د ايران صدر د پاكستان دوره اوكه جاري كېدونكې د ګډه اعلاميه وي ٬ په هره كچه دا معامله پورته كېږي او پورته كوٶ به۔ ده ووئيل په کشمير كښې د شهيدو شوو پوليس اهلكارو د كورنيو به مرسته كوٶ۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل د 9 مئي په پېښه كښې ككړ كسان دې معذرت وكړي عليمه خان، نورين خان او عظميٰ خان د کور کمانډر هاٶس نه بهر ولاړې وي٬ هغوي دې دا اومني چې دا كورنۍ منصوبه بندي وه٬ د عمران خان خوريئے هم هلته موجود ٶ٬ دوي د هېواد په سالميت بريدونه كړي٬ د هېواد دښمنه عناصرو په اېجنډا ئې كار كړے ٬ د اطلاعات وزير ووئېل په كشمير ئې هم دا كار كړے٬ دوي دې د قام نه معافي وغواړي او تر څو چې دوي معافي نه غواړي دوي سره خبرې نشي كېدې۔ د يوې پوښتنې په ځواب وفاقي وزير ووئيل په ګرانۍ كښې كمے راغلے٬ آزاد کشمير خاص حېثيت لري٬ دوي ته د وفاق لخوا ګرانټ وركړے كېږي چې ورسره د هغوي معاملات روان وي
متعلقہ مضامین
-
Seven terrorists killed, two soldiers martyred in North Waziristan clash
-
Imran asks workers to roll up sleeves for Lahore by-polls
-
PTI ready to discuss framework for next elections: Fawad
-
Six-year-old Pakistani kid successfully treated for brainstem tumor in China
-
Six-year-old Pakistani kid successfully treated for brainstem tumor in China
-
Pakistan ready to work with BRIC states on global challenges: FO
-
Farah Shah lauds Saudi Arabia’s highest award for COAS
-
PTI claims catching ‘spy’ at Imran’s Bani Gala residence
-
Nawaz, Shehbaz deeply attached to Kashmir cause: Marriyum
-
PM lauds APS survivor for shining bright at prestigious Oxford platform
-
BRICS member blocked invite to development dialogue in China confirms Pakistan
-
Farah Shah lauds Saudi Arabia’s highest award for COAS