اسلام آباد۔29اپرېل(اے پی پی) صدر مملكت آصف علي زرداري سره د ترك ځواكونو کمانډر سیلکوک بایراکتار اوغلو ملاقات وكړو په كوم كښې چې د دواړو ورونړو هېوادونو ترمينځه دفاعي مرستې سره په اړوندو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ دواړو هېوادونو د پاكستان او تركيه په شريكو ګټو كښې د دوه اړخيزه اړيكو پراخا كولو په حاجت زور راوړو۔ د ايوان صدر پرېس ونګ له مخې په ملاقات كښې د پاك پوځ سرلَښكر هم موجود وو۔ صدر مملکت آصف علی زرداری ووئيل پاكستان تركيه سره په خپلو اړيكو وياړ لري ، ترکیه تل په بنيادي معاملو د پاكستان ملاتړ كړے دے۔ صدر مملكت د پاكستان او تركيه اولس يو بل ته نزدې كولو له د اولسي تړون زياتولو په حاجت زور راوړلو سره ووئيل تركيه سره به د كركيلې ٬ تعليم ٬ فن او كلتور په څانګو كښې مرستې ته وده وروكول وي ، صدر رجب طیب ایردوان د پاكستان مخلص ملګرے دے٬ هغه ما سره د صدر په حېث ټاكل كېدو څخه وروستو او د رمضان المبارك په پېل ټېلېفوني خبرې كړې وې۔ د هغه دوه وارې ټېلېفوني رابطه پاك ترك اړيكو ته پراختيا وركولو له د هغه د عزم څرګندونه كوي۔ د ترك ځواكونو كمانډر پاکستان سره دفاعي مرسته زياتولو كښې خوښي تكرارولو سره ووئيل دواړه هېوادونه سيمه ايز امن او استحكام ته وده وركولو كښې ښكاره كردار ترسره كولې شي۔صدر مملکت ده ته د نشان امتیاز (ملټری) په ترلاسه كېدو مباركي وركړه او هيله يۍ ښكاره كړه چې هغه به د دواړو هېوادونو ترمينځه دفاعي مرسته لا مضبوطولو له خپل كردارر ترسره كول دوامدار ساتي۔
متعلقہ مضامین
-
ATC extends interim bail of PTI leaders in ransacking cases
-
Inter physics question paper leaked in Larkana
-
Lawmakers in NA hold PTI regime responsible for ‘ailing economy’
-
Inter physics question paper leaked in Larkana
-
Petition seeking post-mortem of Aamir Liaquat’s body filed
-
IK spreading poison against institutions by levelling baseless allegations: Hamza
-
Women not wearing hijab ‘trying to look like animals’: Taliban posters
-
MQM-P wins neck-to-neck race
-
Raising fuel prices was the only option: Shehbaz
-
Imran Khan laid ‘economic minefield’ for us: Maryam
-
Imran Khan laid ‘economic minefield’ for us: Maryam
-
IHC sets aside own ruling in PTI prohibited funding case