اسلام آباد۔26اپرېل(اے پی پی) د پاكستان په شمول په ګرده نړۍ كښې به د خواري كښو نړيواله ورځ د مئي په اولنۍ نېټه لمانځلې شي۔ د دې ورځې د لمانځلو مقصد خواري كښې او مزدور طبقې سره د يو والي څرګندونه كول ٬ د دوئي مسئلې ختمول او دوئي لپاره د آسانيو برابرولو په اړه شعور بېداورل دي۔ د انټرنېشنل لېبر آرګنائزېشن تر سېوري لاندې د خواري كښې طبقې مسئلو مخنيوي له هڅې روانې دي۔ دا خبره دې ښكاره وي چې په كال 1889 كښې د رېمنډ لیوین په وړاندېز په 1890 كښې په اولني ځل د مئي په اولنۍ نېټه د خواري كښو نړيوالې ورځ لمانځلو اعلان شوے ؤ٬ دغې څخه وروستو په ګرده نړۍ كښې هر كال دا ورځ لمانځلې شي۔ د پاكستان حكومت په كال 1972 كښې په اولني ځل په باضابطه توګه په سركاري كچه د مئي اولنۍ نېټه د خواري كښو نړيواله ورځ ګرځولې وه۔ دغې څخه وروستو هر كال په دې ورځ عامه رخصتي وي او د پاكستان ټول خواري كښ د ګردې نړۍ خواري كښو سره په ګډه د مزدور طبقې هڅې كاميابولو له په كال 1886ﺀ كښې په شكاګو كښې د خپلو ځانونو قرباني وركوؤنكو ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كوي۔ په دې موقع به په ګرد هېواد كښې د سركاري ٬ نجي او نورو ادارو تر سېوري لاندې د بېلو دستورو ٬ سیمینارونو٬ لاريونونو او اولسي غونډو اهتمام كولے شي
متعلقہ مضامین
-
Faisal Vawda submitted false affidavit in dual nationality case: IHC
-
Graft-buster goes after drug officials
-
Quaid mausoleum sanctity case: Court asks police to probe Maryam, Safdar
-
Graft-buster goes after drug officials
-
Naundero Health Center face crippling issues
-
Pakistan, Sri Lanka agree to cement defence cooperation
-
Upcoming Cricket Superstars Of Pakistan
-
Inspiring Women Entrepreneurs in Pakistan’s Energy Sector
-
Aman-21: the message resonates
-
QAU continues to improve global rankings
-
Opposition’s demand of mid-term elections unconstitutional: Governor
-
Tax depositors are encouraged to pay tax online. Mukesh Kumar Chawla