اسلام آباد 17 اپرېل (اے پي پي)صدر مملكت آصف علي زرداري تركيې سره د تجارت٬معيشت٬تعليم او كلتور په څانګو كښې د دوه اړخيزه مرستې لا زياتولو به ضرورت زور راوړولو سره وئېلي دي د تركيه كمپنۍ دې د پاكستان سرمايه كارۍ دوست پالېسيو څخه ګټه پورته كړي او د پاكستان سټاك ايكسچېنج د لارې دې سرمايه كاري وكړي۔صدر مملكت د دې خيالاتو څرګندونه په پاكستان كښې د تركيه سفير ډاكټر مهمت پاچاجي سره په خبرو كښې وكړه چاچې چې د شورو په ورځ ايوان صدر كښې دوي سره ملاقات كولو ۔صدر مملكت د تركيې سفير هركلي كولو سره ووئېل د پاكستان او تركيه اولس ترمينحه تاريخي او پخوانۍ اړيكې قائمې دي٬دواړو قامونو تل په سخت وخت كښې د يو بل ملګرتيا كړې۔صدر مملكت ووئيل پاكستان د انفراسټركچر او پرمختګ څانګو پشمول د تركيې پرمختيائي تجربو څخه ګټه پورته كولې شي۔ده ووئيل پاكستان به د تركيه صدر رجب طيب اردوان پاكستان كښې په 7م اعلٰی كچ سټريټجك كوآپرېشن كونسل غونډه كښې د ګډون هركلے كوي۔دغسې ده د پاكستان صدر په ټاكلے كېدو او د روژې مباركې په مياشت پېل كېدو د مباركۍ په پېغامونو د صدر رجب طيب اردګان مننه وكړه او د تركيې صدر لپاره ئې په سباؤن كښې كاميابۍ لپاره د نيكو هيلو څرګندونه وكړه
متعلقہ مضامین
-
Inter-provincial migration, refusal major causes of polio cases: Patel
-
UNODC experts, international reviewers visit Pakistan
-
Sindh pre-budget cabinet meeting convened today
-
Experts call for resolving water stress for sustainable future
-
Eleven universities participate in a series of webinars on linguistics
-
Eleven universities participate in a series of webinars on linguistics
-
Bilawal leaves for two-day official visit to Iran today
-
NA calls for exploiting indigenous energy resources to achieve economic autarky
-
Mahmood terms KP budget as pro-poor, largest-ever
-
NA calls for exploiting indigenous energy resources to achieve economic autarky
-
LHC seeks reply from govt, ECP over expats voting
-
PTI challenges ECP’s decision about defecting MNAs in SC