اسلام آباد۔14اپرېل(اے پی پی) پاکستان په منځني ختيز كښې په روان پېش رفت د ژورې اندېښنې څرګندونه كړې ده او په سيمه كښې د زياتېدونكي كړكېچ مخنيوي او په غزه كښې جنګ بندۍ لپاره يۍ د نړيوالو هڅو په حاجت زور راوړے دے۔ د اتوار په ورځ د خارجه دفتر وياندې ممتاز زهره بلوچ په خپل بيان كښې وئيلي چې پاكستان په منځي ختيز كښې په روان پېشرفت ژورې اندېښنې سره نظر ساتي۔ پاكستان په منطقه كښې څو مياشتو څخه د روانې كړكېچنې وضعې مخنيوي او په غزه كښې جنګ بندۍ له د نړيوالو هڅو په حاجت زور راوړے دے۔ د اپرېل په 2 مه نېټه پاكستان په سوريه كښې په ايراني قونصلګرۍ بريد څخه وروستو وړاندې څخه غېر مستحكم سيمه كښې د يو لويې تاؤ تريخوالي خطرې په اړه خبردارې وركړې وو۔ دې ووئيل دا ننې پېش رفت په سفارتكارۍ كښې د تعطل نتيجې څرګندوي٬ دا په هغه صورتونو كښې سنګين مضمرات هم په ډاګه كوي په كومو كښې چې د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل د نړيوال امن او سلامتيا په ځايې ساتلو له د خپلو ذمه وارو په ترسره كولو كښې قاصر پاتے شوے دے۔ دې ووئيل اوس صورتحال مستحكم كولو او امن په ځايې كولو ته اړتيا ده۔ مونږ فريقېن څخه غوښتنه كوؤ چې هغوي زغم او تحمل څخه كار واخلي او د تاؤ تريخوالي كمولو په لور ګام پورته كړي۔
متعلقہ مضامین
-
Chemistry paper leaked in four Sindh districts
-
FIA registers money laundering case against Moonis Elahi
-
Muzaffargarh- third rape incident reported in 48 hours
-
Muzaffargarh- third rape incident reported in 48 hours
-
Punjab govt again fails to present budget for FY23
-
Punjab govt earmarks Rs500m for Labour & HR development
-
Central Control Room to monitor Karachi by-elections
-
Punjab govt allocates Rs53.32b for irrigation
-
Salient features of Punjab budget 2022-23
-
PTI worker slapped for asking pungent question from Imran Khan
-
Minister for active participation of lawmakers in NA’s budget session
-
Model Courts decide 257,318 cases in last three years