کراچۍ 23 ستمبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو نګران وفاقی وزیر مرتضیٰ سولنګی وئيلي دي چې هېواد به منتخب نمائندګان چلوي، د نګران حکومت انتظامی اقداماتو سره د ډالر قدر کم شوې، هيله لرو چې راروانو ورځو كښې به د پټرولیم مصنوعات بيعه هم كمه كړې شي، د برېښنا غلو په ضد اقداماتو سره تقریباً 8 اربه روپۍ ریکوری شوې،د آئین آرټیکل 218(3) ترمخه آزادانه، منصفانه، شفاف او غیر جانبدارانه ټاكنې كول د الیکشن کمېشن د ذمه واري ده۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د خالي په ورځ د کراچۍ پرېس کلب دورې په موقع پرېس کنفرنس ته وينا كښې وكړه۔په دې موقع پرنسپل انفارمېشن آفیسر محمد عاصم کھچی هم موجود وو۔ وفاقی وزیر اطلاعات مرتضیٰ سولنګی ووئيل د کراچۍ پریس کلب زما كور دے كوم چې د جمهوریت په ارتقاء كښې يوه مهمه مورچه پاتې شوي۔ده ووئيل د کراچۍ پرېس کلب يو تاریخی حیثیت لري،د فکر، علم او پوهې آزادۍ او د اولس د حكمراۍ حق كښې د کراچۍ پریس کلب کردار د ستائنې وړ دې، د آمریت په دور كښې هم د کراچۍ پرېس کلب څخه د جمهوریت لپاره توانا غږ پورته شوې ؤ، نن هم د پاکستان محنت کش، مظلوم اولس د خپل دړد حال اورولو لپاره کراچۍ پرېس کلب ته راځي۔ مرتضیٰ سولنګی ووئيل د خبريالانو د مسئلو څخه خبر يو،د هغوې د نوكرو په اړه مسئلې شته۔ده ووئيل موجودہ نګران حکومت د آئین آرټیکل 224 ترمخه يو آئینی او قانونی حکومت دې،زمونږ په دور كښې د خبريالانو سره ناانصافی نه شي كيدې۔ده ووئيل د خبريالانو مسئلو حل كولو له به د پرنسپل انفارمېشن آفیسر سره په ګډه اقدامات كولې شي۔د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل د جنورۍ په آرخنۍ اوونۍ كښې د ټاكنو كولو اعلان شوې دې، الیکشن کمېشن خپلواكه آئینی ادارہ ده،دا د هغې ذمه واري ده چې هېواد كښې آزادانه، شفاف او غیر جانبدارانه ټاكنې وكړي۔ده ووئيل د نګران حکومت انتظامی اقداماتو سره د ډالر قدر کم شوې، هيله لرو چې راروانو ورځو كښې به د پټرولیم مصنوعات بيعه هم كمه كړې شي، د برېښنا غلو په ضد اقداماتو سره تقریباً 8 اربه روپۍ ریکوری شوې۔ د میډیا ورکرز او خبريالانو تنخاګانو نه وركولو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل كوم ميډيا هاوسز چې خپلو ملازمانو له تنخاګانې نه وركوي هغې له به سرکاری اشتهار نه شي وركولې۔
متعلقہ مضامین
-
Pak-China to bring sorghum cooperation into CPEC
-
PakPlas Expo 2022 exhibition inaugurated
-
Pak-China to bring sorghum cooperation into CPEC
-
Increasing population biggest problem: minister
-
March 27 to be public referendum against opposition: Buzdar
-
Pak-China to bring sorghum cooperation into CPEC
-
Pakistan rejects statement of India on OIC, Kashmir
-
Pakistan rejects statement of India on OIC, Kashmir
-
PTI challenges ECP’s decision to reject pleas in IHC
-
Court defers indictment of Shehbaz Sharif, Hamza in money laundering, sugar cases
-
India, China discuss steps to end border impasse early
-
Prerogative to form benches always lies with chief justice