نیویارك 21 ستمبر (اے پي پي) نګران وزیر اعظم انوار الحق سره د ریو ټنټو ګروپ چیف ایګزیکټو آفیسر ملاقات کړې۔ملاقات كښې د پاکستان د کان کنی په څانګه كښې سرمایه کارۍ په موقعو د خيالاتو څرګندونه شوي۔د زيارت په ورځ د وزیراعظم آفس میډیا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې نګراں وزیراعظم انوار الحق کاکړ سره د ریو ټنټو ګروپ سی ای او جیکب سټوشولم ملاقات کړې كوم چې کان کنی او معدنیات كښې نړيوال رهنما دې۔ وزیر اعظم د ریو ټنټو ګروپ ډاډګيرنه وكړه چې د پاکستان معدنیات او کان کنی په څانګه كښې په سرمایه کارۍ غور وكړي۔وزیر اعظم کارکردګی زياتولو ، کاروباری لګښت كمولو ، ریګولیټری ښه كولو ، پیداواری صلاحیت زياتولو او اعلیٰ سرمایه كارۍ د لارې كوټل ېپرمختګ لپاره د حکومت په عزم زور راوړلو سره د پاکستان قوي معاشی وژن خاکه وړاندې كړه۔وزیر اعظم خصوصی سرمایه کارۍ سهولت کونسل (ایس آئی ایف سی ) اهمیت رامخې ته كړو كوم چې د ون ونډو پلیټ فارم په توګه كار كوي۔ده په دې خبره زور راوړو چې حکومت پاکستان مقصد ریو ټنټو په شان کمپنیو سره مرستي سره سره د پاکستانی اولس ګټي مقدم ساتي۔وزیراعظم د ریو ټنټو ګروپ سی ای او او د هغه ډلي له د پاكستان دورې كولو او په پاكستان كښې د سرمايه كارۍ نورو موقعو لټولو بلنه وركړه۔ریو ټنټو ګروپ سی ای او په بلنه د وزیراعظم مننه وكړه او باور ئې وركړو چې زمونږ ډله به د پاکستان معدنیات او کان کنی څانګه كښې د سرمايه كارۍ موقعو لټولو لپاره اړوندو چارواكو سره رابطه وكړي۔
متعلقہ مضامین
-
Individual votes cast by MNA members in a no-trust proceeding are meaningless
-
Services of 4000 employees of merged districts regularised: CM
-
Air Marshal Zahid Mahmood appointed vice chief of air staff
-
Flight from New Delhi makes emergency landing at Karachi airport
-
Fawad ridicules Opposition by sharing group photo of OIC meeting
-
Body recovered from South Waziristan
-
Australia supports Pakistan’s efforts to build prosperity, inclusive development
-
Two pilots martyred as PAF trainer aircraft crashes
-
BankIslami becomes proud sponsor of MAP Convention 2022
-
Lal Shahbaz’s 770th annual Urs begins
-
13 arrested for alleged murder of vendor at Pattoki wedding
-
PTI govt making policies in national interest: minister