اسلام آباد۔25 اګست(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو لنډ مهاله وفاقي وزير مرتضٰی سولنګي سره د پاكستان علما كونسل چيئرمېن مولانا طاهر اشرفي د جمعې په ورځ ملاقات كړې او ده ته يې د اطلاعاتو او خپرونو لنډ مهاله وفاقي وزير په حېث د منصب په سنبهالولو مباركي وركړې۔ د ملاقات په مهال لنډ مهاله وفاقي وزير مرتضٰی سولنګي سره مولانا طاهر اشرفي د جړانواله پیښې په اړه د خيالاتو څرګندونه وكړه۔په دې موقع په خپلو خبرو كښې مرتضٰی سولنګي ووئيل چې لنډ مهاله وزيراعظم د جړانواله پیښې سخته غندنه كړې٬داسې رويې به برداشت كولې نه شي۔د ځپلې شويو چرچونو او كورونو بيا جوړولو او بحالۍ عمل روان دې۔ لنډ مهاله حكومت د آئين او قانون له مخې د ټولو وګړو د حقونو تحفظ ته د ودې په وركولو باور لري۔ اقليتونو په خاص توګه مسيحيانو د پاكستان په جوړېدو كښې مهم كردار ترسره كړے دے۔ طاهر اشرفي جړانواله پیښه كښې د ككړ كسانو په ضد په سمدستي توګه د قانوني كاروايۍ په كولو لنډ مهال وزيراعظم ته د عقيدت پېرزوينې وړاندې كړې۔ ده ووئيل د پنجاب نګران اعلی وزير فوري اقدامات هم په دې لړ كښې د ستائنې وړ دي۔
متعلقہ مضامین
-
Opposition’s movement nears end as PDM set to fall apart: Fawad
-
Army helicopter carrying martyr’s body crashes in GB; 4 martyred
-
Opposition’s movement nears end as PDM set to fall apart: Fawad
-
Opposition’s movement nears end as PDM set to fall apart: Fawad
-
Pvt. sector will be allowed to import vaccine
-
Opposition divided on resignation issue: Rashid
-
Public blame game detrimental to Afghan peace process: Pakistan
-
Pakistan reiterates its commitment for lasting peace and stability in Afghanistan: FO
-
Refugees of Jammu and Kashmir rejects Indian occupation, demands UN to conduct Plebiscite
-
Seven FC soldiers martyred in Balochistan’s Harnai attack
-
Naya Pakistan housing project: PMRC, six banks sign pact to allay credit risks
-
QUACKERY & UNHEALTHY PAKISTAN