اسلام آباد 08 دسمبر (اے پي پي)د كورنيو چارو نګران وفاقي وزير سرفراز احمد بګټي وئېلي دي داخله وزارت د ټاكنو كميسون په درخواست راتلونكو ټول ټاكنو كښې د امنيت لپاره هر ممكن سول آرمډ فورسز وركولو لپاره چمتو دے٬ د پوځ تعيناتۍ په اړه به د دفاع وزارت خبرولې شي٬د ټاكنو كمپائن په مهال د سياسي مشرانو په نخښه كولو خطره موجود ده٬د سراج الدين حقاني پشمول غېر ملكيانو ته جاري شوو پاسپورټس په اړه انكوائري كېږي٬نادرا به په حقيقي معنو كښې د قامي سلامتيا اداره جوړولې شي٬سياسي هلو ځلو كښې برخه اخستوونكې غېر ملكي به هم بې دخله كولې شي۔د چمن پرلت منتظمينو سره په رابطه كښې يو٬د ون ډاكومنټ رجيم څخه به نه په شا كېږو۔ده د جمعې په ورځ په داخله وزارت كښې خبري كنفرنس ته وينا كوله۔د كورنيو چارو وفاقي وزير سرفراز احمد بګټي ووئېل غېر قانوني مېشته كسانو كښې 4 لكه 82 زره څخه زيات بېرته تللې دي٬ 90 فيصد غېر قانوني مېشته غېر ملكي پخپله بېرته تللې دي٬چا سره كوم بداخلاقي او بد تهذيبي نه ده شوې۔ده ووئيل په پاكستان كښې د سياست حق پاكستانيانو ته تر لاسه دے٬رجسټرډ غېر ملكي د پاكستان په سياست كښې كوم كردار نشي ادا كولے ٬د غېر ملكيانو په سياسي هلو ځلو كښې په برخه اخستلو بندېز دے۔ده ووئيل په سياسي هلو ځلو كښې ككړ غېر ملكيان به ډي پورټ كولے شي٬ د 10 ته نزدې كسانو شناخت شوے كوم چې په سياسي هلو ځلو كښې ككړ وو٬ ده ووئېل غېر ملكيان چې په كوم هم دستاويز راغلې وي په سياسي هلو ځلو كښې لاس لرلو له امله به د وخت پوره كېدو نه بغېر ډي پورټ كولے شي۔ده ووئيل مونږ د جعلي پاسپورټس نور كيسونه راوباسو٬د جعلي شناختي كارډ او پاسپورټ جوړونكو به احتساب كېږي٬په دې معامله افغانستان سره هم خبرې روانې دي٬ نګران داخله وزير ووئېل د افغان داخله وزير سراج الدين حقاني په معامله انكوائري روانه ده۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل د داخله وزارت ماتحت سول آرمډ فورسز دي ٬دا مهال اېف سي سندھ٬بلوچستان او كے پي كے كښې د امنيت وظيفه ترسره كوي٬د دې باوجود مونږ سره موجود سكيورټي به د الېكشن كمېشن په درخواست د ټاكنو كولو لپاره وركولې شي۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل ترهه ګر تل موقع لټوي٬كله چې د هېواد دننه سياسي هلې ځلې وي نو د ترهه ګرو لخوا هدف آسان وي۔د ټاكنو كمپائن په مهال سياستمدارو ته د امنيت خطرې موجود دي٬ ده ووئېل د ټاكنو كمپائن په مهال په هېواد كښې په سياسي لارښودو د بريدونو يو تاريخ دے٬په تېر وخت كښې په شوكت عزيز٬بېنظيربهټو او ثناﺀ الله زهري د ټاكنو كمپائن په مهال بريدونه شوي دي۔ده ووئېل د ټاكنو كمپائن په مهال سياسي مشرانو ته خطر دے خو حكومت ته د مولانا فضل الرحمان په اړه يو خاص سكيورټي تهريټ ترلاسه شوے ۔ده ووئيل د چمن پرلت منتظمينو سره مسلسل په رابطه كښې يوو ٬ هغه مو د خپل دريځ څخه خبر كړي چې ون ډاكومنټ رجيم به باوري كولې شي۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل د انټرپول په بلنه بهر هېواد ته لاړم او د ملاقاتونو شيډول هم ترسره شوے ؤ خو د اسلام آباد ھائيكورټ په رابللو هغه شيډول نه بېرته راغلم
متعلقہ مضامین
-
PM to address mammoth public gathering in history of Hafizabad tomorrow: Farrukh
-
Prime Minister Imran Khan to complete five years: Sheikh Rashid
-
LCBDDA auctions Pakistan’s first planned downtown
-
Jashan-e-Baharan festival will start from Mar 31
-
Used phones sale by non-locals banned in Karachi
-
LCBDDA auctions Pakistan’s first planned downtown
-
Pakistan Festival for Learning inaugurated
-
Policy-makers, parents ought to ensure child rights:NCRC
-
Development funds for PP-38 to be released soon: Buzdar
-
‘Govt has launched various initiatives for youth’
-
AJK PM for timely completion of development projects
-
Indian troops martyr four more youth in IIOJK