اسلام آباد ۔16ستمبر (اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو نګران وفاقي وزير مرتضی سولنګي وئيلي دي چې د پاکستان پشمول ټوله نړۍ کښې د خپرونو منظر نامه مخ په بدلېدو ده ٬ رېډيو پاکستان د ډيجيټل مائيګرېشن په اوږد سفر کښې ډير مهم پړاوونه ترسره كړې دي٬ ريډيو پاکستان د ستونزو باوجود استقامت سره د پرمختګ خپل سفر روان ساتلے دے۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د خالي په ورځ د هالېنډ په پلازمېنه امستردام کښې د راډيو ريسورس كنټرول اېنډ منېجمنټ په سرخط تابيا كړې شوي نړيوال كنفرنس ته د زوم د لارې خپل خطاب كښې وكړه۔ وفاقي وزير ووئيل نن په ريډيو پاكستان كښې د ډيجيټلائزېشن سفر روان دے٬ ريډيو پاكستان خپل ټول آركائيوز ډيجيټلائز كولو لپاره ګامونه پورته كړي دي۔ ده ووئيل د ريډيو پاكستان خپرونې د نړيوال معيار لمخې كولو له مونږ دا ډي آر اېم ټېكنالوجۍ پلو روانې كړې دي۔ د ډي آر اېم ټرانسميټر نصبولو سره به د رېډيو پاكستان خپرونې د ګرد هېواد په شمول ګاونډي هېوادونو ته هم ورسولې شي۔ مرتضی سولنګي وویل چې د ډي آر ایم ټیکنالوژۍ له امله به د راډیو پاکستان عملیاتي لګښت 40 سلنه راټیټ شي، دې ټیکنالوژۍ سره به یو ټرانسمیټر يو شمېر پروګرامونه ترسيل كولې شي او دا به د بریښنا مصرف هم كم كړي۔ ده وویل دا به د قدرتي آفتونو په صورت كښې بېړنې الرټ هم جاري كولې شي۔ ده په پاكستان كښې د ډي آر اېم ټېكنالوجۍ نصبولو كښې په مرسته كولو د ډي آر اېم كنسور شيم په خاص توګه د چيئرپرسن ركزيندارا اوبريجار مننه وكړه۔ ده ووئيل دې تاريخي ګام سره به به د ريډيو پاكستان په 76 كلن په زړه پورې او تاريخي سفر كښې يو نوے باب پرانستل شي۔ د اطلاعاتو نګران وفاقي وزير د ريډيو پاكستان موجوده ډي جي او د ډي آر اېم سټرينګ كمېټۍ ته په مضبوط عزم ٬ جذبه او خوارۍ مباركي وركولو سره ووئيل د دوئي د محنت او شوق په نتيجه كښې يو خوب په حقيقت بدليږي۔
متعلقہ مضامین
-
SC rejects plea against Qazf proceedings in false rape case
-
Pakistan, China sign MOU to enhance defence cooperation
-
PM to review Pak-France relations in cabinet meeting today
-
SA speaker along with family members indicted in assets reference
-
Pakistan hails OIC for reaffirming support on Kashmir issue
-
WHO to continue support Pakistan in fight against HIV
-
Government failed to keep promises made before merger: JUI MNA Mufti Abdul Shakoor
-
Pakistan hails OIC for reaffirming support on Kashmir issue
-
MQM-P leader Adil Siddiqui dies of Covid-19
-
SHC seeks comprehensive report in Havelian plane crash
-
The Covid ‘longhaulers’ behind a global patient movement
-
Two PIA officers arrested in fake degrees scam