اسلام آباد 09 فروری(اے پی پی)د پېټروليم وزير مملكت ډاكټر مصدق ملك وئېلي دي چې د تېل په ذخيره اندوزۍ د 7 لكه روپو څخه زياته جرمانه او 7 پمپونه سيل كړی شوي٬داېسوسي اېشن ډيلرز د ذخيره اندوزو سره د ودردو نه انكار كړی٬اېسوسي اېشن تل د هېواد په ګټه كښې د اولس او حكومت سره ولاړ دې۔د زيارت په ورځ خبري كنفرنس ته ده ووئيل چې وزيراعظم محمد شهباز شريف هدايات جاري كړي وو چې په هېواد كښې د 20 ورځو پیټرول او د 29 ورځو ډيزل موجود دي نو په هر پمپ به پیټرول ډيزل ترلاسه كېږي د دې نه پس د ټول هېواد په ګڼو سيمو كښې چاپې ووهلې شوې او په ذخيره اندوزۍ د 7 لكه روپو څخه زيات جرمانه او 7 پمپونه سيل كړي۔ده ووئيل چې د فرورۍ په 8مه نېټه په دوه ضلعو كښې د شپی د 12 بجو نه وړاندې په بېلو بېلو سيمو كښې 900 معائنه وكړې شوه چې پكښې په سرګودها كښې په 530 ځايونو د معائنې په مهال 2 لكه 30 زره روپۍ جرمانې او 21 اېف آئي ار كټ او يو پمپ سيل كړی شو۔شيخوپوره سره نزدې زياتره غېر قانوني سټوريجز پرانستلې وو دغسې بېل ويئرهاؤس كوم چې په ذخيره اندوزۍ كښې ككړ و هغه سيل كړی شوي۔ده ووئيل چې د تېل په ذخيره اندوزۍ د 7 لكه روپو څخه زياته جرمانه او 7 پمپونه سيل كړی شوي۔ده ووئيل چې دوه ورځې پس به اولس ته حقائق وړاندې كوم۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل چې كوم تيل دا مهال په ډپوز كښې پراته دي هغه په 280 روپۍ نه دې اخستلې شوي٬كوم تېل چې دا مهال خرڅېږي هغه د تېرو دوه اونو ذخيره ده٬كمپنۍ دې جهول نه راكوي كه جهول راكوي نو هغوي به ستونزو سره مخ كېږي
متعلقہ مضامین
-
Pakistan expects incoming Chinese envoy to promote business ties, boost CPEC
-
KKH maintenance work to start within a week: Mushtaq Ghani
-
Not registering an FIR tantamount to helping the oppressor: IGP
-
Economic growth through infrastructure development
-
Shehbaz behind bars, once again
-
Army captain martyred in clash with terrorists
-
Zardari, Talpur indicted in money laundering case
-
Shehbaz Sharif’s arrest will only ‘add fuel to the fire’: Maryam
-
Senate committee slams CCPO Lahore for conflicting remarks over motorway case
-
Indian army martyrs soldier, teenage boy along LoC
-
WHO chief lauds Pakistan’s strategy to fight Covid-19
-
Now time for Pakistan and Afghanistan to define a new vision: Dr Abdullah Abdullah