اهور 25 اګست (اے پي پي) وزیراعظم عمران خان سره د لاهور په ګورنر هاؤس كښې د پنجاب چیف سیکرټری جواد رفیق ملك او د پنجاب آئي جي انعام غنی ملاقات کړے۔ د وزیراعظم آفس میډیا ونګ د اړخه جاري شوي بيان له مخي ملاقات كښې د پنجاب وزیر اعلی سردار عثمان بزدار هم موجود ؤ۔ ملاقات كښې په ټوله صوبه كښې د امن په مجموعی صورتحال او د قبضه ګرو په ضد په کارروائی، ګرانۍ او ذخیرہ اندوزۍ مخنيوي لپاره د انتظامیې په اقدامات وزیراعظم له بریفنګ وركرے شو۔صوبه كښې د ميرمنو تحفظ لپاره په پورته كړو اقداماتو هم بریفنګ وركړے شو ۔ وزیرِاعظم د دغسې پېښو مخنيوي او د ميرمنو تحفظ لپاره سمدستي او د سختو ګامونو سپارښتنه وكړه ۔ وزیراعظم عمران خان ووئيل د تورنو په ضد دې سمدستي كاروائي وكرې شي او سخته سزا دې وركړې شي۔ وزیراعظم عمران خان د وګړو د مال او ځان تحفظ کولو لپاره د اقدامات كولو هم سپارښتنه وكړه۔
متعلقہ مضامین
-
ECP to hear Ali Gillani’s leaked video matter on Thursday
-
ECP to hear Ali Gillani’s leaked video matter on Thursday
-
Naundero Health Center face crippling issues
-
Promoted doctors of BPS-19 await posting, accuse department of corruption
-
Shibli terms Imran Khan upright, brave leader
-
Upcoming Cricket Superstars Of Pakistan
-
Upcoming Cricket Superstars Of Pakistan
-
PM tells Hafeez Shaikh to continue as finance minister
-
Security forces kill eight militants in North Waziristan
-
Inspiring Women Entrepreneurs in Pakistan’s Energy Sector
-
Another minor girl raped in Khairpur
-
Inspiring Women Entrepreneurs in Pakistan’s Energy Sector