اسلام آباد 06 جولائي (اے پي پي)وزيراعظم عمران خان وئېلي دي چې په نړيواله كچه د پيچلي او عميق بدلونونو په دور كښې د پاكستان او چين سدا بهار تزويراتي مرسته كونكې شراكتداري د امن٬پرمختګ او خوشحالۍ لپاره يو مضبوط بنياد وركوي٬پاكستان او چين ورورڼه هېوادونه دي او موڼږ به د خپلو بنيادي ګټو په چارو كښې د يو بل ملاتړ روان ساتو٬د احتساب٬سپيځلتيا٬د مېرټ بالادستۍ او د اسلامي خېرښېګړې په زرينو اصولو مې پاكستان تحريك انصاف تشكيل كړې۔ده دا خبرې د نهې په ورځ د چين د كميونسټ پارټۍ(سي پي سي)د 100مې سالګرې په موقع د سي پي سي او سياسي ګوندونو د مشرانو غونډې ته په ورچوئل وېنا كښې وكړې۔د غونډې مشري كولو سره د چين صدر شي جن پنګ د پرانستې وېنا وكړه۔په غونډه كښې د نړۍ د بېلا بېلو برخو څخه د 500 نه زياتو د سياسي ګوندونو او لس زره سياسي كاركنانو او استازو هم ګډون وكړو۔وزيراعظم عمران خان په خپله وېنا كښې ووئيل چې د چين د كميونسټۍ پارټۍ او د نړيوالو سياسي ګوندونو د مشرانو غونډې ته وېنا كول زما لپاره د اعزاز خبره ده۔زه د پاكستاني حكومت او اولس لخوا صدر شي جن پنګ او د چين اولس ته د چين د كميونسټ پارټۍ د تسيس په 100مه ورځ مباركي وركوم۔زه باور لرم چې د مشرانو د دې غونډې پھ موقع تبادله خيال به د اولس خوشحالۍ په اړه په پرمختګ كښې د سياسي ګوندونو په كردار نوې رڼا واچوي۔ده ووئيل چې په كال 1921 كښې د چين د كميونسټ ګوند قيام په نړيوال تاريخ كښې ډېر اثر لرونكې پېښه وه۔د چين كميونسټ ګوند د مشرتابه وژن د چينائي قوم جذبو ته ځلا وربخښلې او دوي ته يې د غېر ملكي تسلط څخه د آزادۍ حوصله وركړې۔چيئرمېن ماؤزے تنګ او بيا وروستو ډينګ شياؤفينګ خلكو ته نوې جذبه او اميد وركړې۔وزيراعظم ووئيل چې دوي نوآبادياتي نظام كښې ښكيل قوم ته د آزادۍ د هڅو حوصله وركړې او د غسې يې د نوآبادياتي تسلط په خاتمه كښې خپل كردار ترسره كړې۔ده ووئيل چې د چين د كميونسټ ګوند كاميابو په ټوله نړۍ كښې سياسي ګوندونو لپاره د سوچ نوې دروازے پرانستې دي۔د چين كميونسټ ګوند ثابته كړې چې د سياسي طاقت ترلاسه كولو بنيادي مقصد د اولس په ژوند كښې بدلون راوستل او دوي د خپل قسمت په خپله مالك جوړول دي٬حقيقت دا دے چې سياسي ګوندونه په هغه صورت كښې اولسي ملاتړ ترلاسه كولې شي كله چې دوي د اولس خذمت كوي۔د صدر شي جن پنګ بصيرت لرونكې مشرۍ په چين كښې بدلون او د دې پرله پسې په پرمختګ كښې نبيادي كردار ترسره كړې۔ده ووئيل چې چين د ډېر غربت خاتمه كړې او د اعتدال خوښې خوشحاله ټولنې د تشكيل منزل او مريخ ته رسېدلې۔ده ووئيل چې پاكستان د نړيوال امن تحفظ٬په نړيوال پرمختګ كښې د مرستې كردار او نړيوال نظام په ځاې ساتلو لپاره د چين د هڅو ملاتړ كوي۔وزيراعظم ووئيل چې چې په نړيواله كچه د پيچلي او عميق بدلونونو په دور كښې د پاكستان او چين سدا بهار تزويراتي مرسته كونكې شراكتداري د امن٬پرمختګ او خوشحالۍ لپاره يو مضبوط بنياد وركوي٬پاكستان او چين ورورڼه هېوادونه دي او موڼږ به د خپلو بنيادي ګټو په چارو كښې د يو بل ملاتړ روان ساتو۔سږ كال د پاكستان او چين ترمينځه د سفارتي اړيكو جوړېدو د 70مې سالګرې موقع هم ده۔دواړه هېوادونه دا تاريخي كاميابي په ښه ډول لمانځي زه باور لرم چې كال 2021م به زمونږ آزمائېلې شوې دوستۍ ته نوې قوت او جذبه وبخښي۔ده ووئيل چې مونږ ته به امن او پرمختګ٬د خپل اولس خېر ښېګړې او ټول انسانيت لپاره د شريك سباؤن د ټولنې تشكيل پشان وقار لرونكې مقاصد مخ په وړاندې بوتللو لپاره په ګډه كار كول وي
متعلقہ مضامین
-
SC full bench to continue hearing Justice Isa’s plea against reference
-
People in Sindh deprived of basis facilities due to corruption: PM
-
PM proposes Pakistan-China joint projects in Balochistan
-
SC full bench to continue hearing Justice Isa’s plea against reference
-
Bilawal demands medical facilities for Asif Zardari
-
Cabinet approves summary to ban JUI-F’s ‘militant wing’: report
-
Pakistan takes a unique initiative to expose Indian blatant lies
-
PM proposes Pakistan-China joint projects in Balochistan
-
NAB sets up businessmen committee to lift economy
-
NAB sets up businessmen committee to lift economy
-
Nawaz Sharif taken to hospital after his health deteriorates
-
Imran Khan inaugurates first joint power project of mega CPEC project