اسلام آباد 15 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي د قامي آمدن نزدې نيمه برخه په قرض او د سود په ادا كولو خرڅ كېږي٬ معاشي استحکام لپاره ضروري ده چې معاشي هلو ځلو ته باقاعده دستاوېزي شكل وركړې شي٬ د ټېكس دائره كارې دې زيات كړې شي خو په انضمام شوو سيمو كښې د ټېكس د شرح تعين به د سيمې د اولس ستونزو تر نظره كولې شي۔ ده دا خبرې د ګل په ورځ د ضم شوو سيمو د پرمختيائي منصوبو پېشرفت په لړ كښې د جاج غونډې مشرۍ كولو په مهال وكړې۔ په غونډه كښې په سېنېټ كښې د حكومتي ډلې مشر سناتور شبلي فراز، د خېبر پښتونخوا وزيرِ اعليٰ محمود خان، سناتورانو هدايت الله، اورنګ زېب خان، مرزا محمد آپريدي، مومن آپريدي او سجاد طوري ګډون وكړو۔ په غونډه كښې په ضم شوو سيمو كښې د روانو پرمختيائي منصوبو او د انضمام نه پس په انتظامي چارو د پېشرفت جاج واخستې شو۔ په غونډه كښې د ضم شوو سيمو سناتورانو اولس ته د پېښو مسئلو نه وزيراعظم خبر كړو۔ سناتورانو سره خپلو خبرو كښې وزيراعظم ووئيل اوسني حكومت د ضم شوو سيمو تعمير او پرمختګ لپاره د عزم څرګندونه كړې او چې څومره فنډز وركړې په ھغې قبائيلي اولس د حكومت مننه كوي۔ ده خواست وكړو چې په ضم شوو سيمو كښې د ټېكسونو نفاذ په معامله دې د سيمې د اولس ستونزې تر نظره وساتلې شي۔ په دې موقع وزيراعظم ووئيل د هر ډول كاروبار باقاعده اندراج او د ټېكس نېټ پراختيا اقتصادي پرمختګ لپاره ډېر ضروري دے٬ خو په انضمام شوو سيمو كښې د ټېكس د شرح تعين به د سيمې د اولس ستونزې تر نظره ساتلو سره كولې شي۔ ده ووئيل د قامي آمدن تقريباً نيمه برخه په قرض او د سود په ادا كولو خرڅ كېږي٬ معاشي استحکام لپاره ضروري ده چې معاشي هلو ځلو ته باقاعده دستاوېزي شكل وركړې شي او د ټېكس دائره پراخه كړې شې۔ وزيراعظم ووئيل د ضم شوو سيمو اولس ډېرې قربانۍ وركړې او ستونزو سره مخ پاتې دي٬ ده ووئېل د دې سيمو تعمير او پرمختګ او ځوانانو له روزګار كولو ته حكومت وړومبۍ پام لرنه كوي
متعلقہ مضامین
-
Govt allocates over Rs184 million for MoHR’s one new PSDP project
-
Budget 2022-23: No other option but to make difficult decisions, says Mifta Ismail
-
AirBlue flight narrowly avoided at Peshawar Airport
-
KP govt employees welcome 15pc raise in salaries
-
Rs9.6b reserved for climate change under PSDP 2022-23
-
President for expanding trade, economic and people-to-people ties with Poland
-
KP governor summons PA budget session on June 13
-
Construction of dams major focus in forthcoming budget: Miftah
-
Budget 2022-23: Rs 44bn allocated for higher education
-
Taxes in Budget 2022-23
-
Budget ‘anti-people and anti-business’, says Imran
-
Sarfaraz Ahmed’s career is almost over: Ramiz Raja tells chief selector